انځور د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت له لوري رسنيو ته لېږل شوی

تاجکستان: د امنيتي ځواکونو او داعش په نښته کې اوولس کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د تاجکستان چارواکي وايي، له ازبکستان سره ګډې پولې ته څېرمه داعش جګړه مارانو د پوليسو پر يوه پوسته برید کړی، چې له امله يې يو پوليس او يو قومندان وژل شوي، خو د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې پنځلس داعشيان وژل شوي دي.

د تاجکستان «خاور» دولتي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، شل داعش جګړه ماران د روان نومبر مياشتې په درېيمه نېټه له افغانستانه ورغلي وو، چې پنځلس يې وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو ازبکستان پولې ته څېرمه د پېښې سيمه کلابنده کړې او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

د افغانستان ګډ حکومت تر اوسه د تاجکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

داعش ډلې تر دې وړاندې په افغانستان کې د يوه زندان د ماتولو سربېره د يو شمېر بریدونو مسؤوليت منلی، خو تر اوسه يې د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د تاجکستان او روسيې چارواکو تر دې وړاندې هم اندېښنه ښوولې وه، چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې فعاليتونه د روسيې او ټولې منځنۍ اسيا لپاره ګواښ دي او په دې اړه يې ناټو او امريکا ته خپلې اندېښنې ښکاره کړې وې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف هم څو څو ځله په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان په شمال کې داعش جګړه ماران په بهرنيو چورلکو کې انتقاليږي، دوی په دې اړه څو ځله له ناټو سپيناوی غوښتی، خو تر اوسه هم دوی ته ځواب نه دی ویل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

الله د نه داعش پاتی کړی او نه هم طالب او حکومت.

Shahid
میلمه
Shahid

ow ta hm