افغانستان

ولسي جرګه: حکومت د خلګو  د امنیت په تامین کې پاتې راغلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت او امنیتي چارواکي د خلګو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي.

اریانا نیوز د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له قوله لیکي، چې حکومت د خلګو امنیت تامینولای نه شي او نه هم د ستونزو د حل لپاره قوي اراده لري، چې له امله یې هره ورځ د افغانستان خلګ قرباني کېږي.

د وکیلانو په خبره، حکومت د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو اخته دی او د ګڼو اساسي ستونزو هواری یې له یاده ایستلی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلګو استازې «ناهید فرید» وایي « حکومت په فساد کې غرق دی او د غیر ارادیتوب ښکار دی، چې باید د اصلاح لپاره یې ګام واخستل شي.»

وکیلان داسې مهال حکومت د خلګو د امنیت د تامین په برخه کې پاتې بولي، چې په ګڼو ولایتونو کې د جګړې د شدت تر څنګ نا امني او جنايي جرمونه د ښارونو تر زړونو رسېدلي او حتی د ارګ شاوخوا هم ترې امن نه ده پاتې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx