افغانستان

بشري حقوقو کمېسیون: په حکومتي ادارو کې د مېرمنو د ځورنې دوسیه مستنده شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، په دولتي ادارو کې د مېرمنو د ځورونو په تړاو د شکایتونو څېړنه بشپړه او ورپورې اړونده دوسیه مستنده شوې.

د بشري حقوقو د کمېسیون یوې غړې «شبنم صالحي» بي بي سي ته ویلي، د مېرمنو د جنسي ځور د مخنیوي لپاره جوړ شوي سکرتریت په تېرو دریو میاشتو کې اته شکایتونه څېړلي او د اړوندو لاسوندونو په پیدا کولو یې یاده دوسیه بشپړه کړې.

د شبنم په قول، په دوسیه کې راټول شوي ټول شکایتونه په مختلفو مقامونو کې د مېرمنو د جنسي ځور په تړاو دي.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د ارګ یوه سلاکار په دولتي ارادو او حتی ارګ کې د مېرمنو د جنسي ځور قضیه راپورته کړه او ادعا یې وکړه، چې د ولسمشر غني نږدې سلاکاران مېرمنې د «جنسي رشوت» په بدل کې په دولتي ادارو کې ګماري.

په ارګ کې د فحشا تر ادعاوو وروسته د بي بي سي پښتو څانګې داسې مېرمنې وغږولې، چې په دولتي ادارو کې ځورول شوې او یا هم د دندې په بدل کې د جنسي رشوت غوښتنه ترې شوې وه.

ارګ هماغه مهال دې ستونزې ته د لاسرسي ژمنه وکړه او په تعقیب یې د بشري حقوقو د کمېسیون د جوړښت دننه یو ځانګړی سکرتریت جوړ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x