ویسټ انډيز لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د ۷ ویکټو په توپیر مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډيز او افغانستان کرېکټ لوبډلې ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سیالۍ د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده.

په دغه سیالۍ کې ویسټ انډيز لوبډله وتوانېدله د افغانستان لوبډلې ټاکلی ۱۹۵ منډې هدف په اسانۍ سره په ۴۷م اور کې د ۳ ویکټو په سوځېدلو پوره کړي.

افغان لوبډلې په توپ وهنه کې د پام وړ کارکردګي ونه ښودله، چې د رحمت شاه او علیخېل پرته کوم لوبغاړي زیاتې منډې جوړې نه کړې، په ځانګړي ډول اوپنر توپوهونکي په پرلسې ډول یو وار بیا ناکام ثابت شول.

په یاده سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې په ۴۵.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زیاتې منډې جوړوونکي رحمت شاه (۶۱) او اکرام علیخېل (۵۸) وو، اصغر افغان هم ۳۵ منډې جوړې کړې.

حضرت الله ځاځی چې د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه یوازې په شل اوریزو سیالیو کې د ټاکلې مودې لپاره ښه ځلیدلی خو د غوراوي کمیټې لخوا یې په یو ورځنۍ لوبه کې شاملول حیرانونکي دي.

په ځواب کې ویسټ انډيز لوبډلې د ۲ وختي ویکټو له غورځېدو وروسته په زړه پورې او له حوصلې ډکه لوبه ترسره کړه او ټاکلی هدف یې په ۴۶.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ، ددوی لخوا روستن چیس ۹۴ او شای هوپ ۷۶ منډې جوړې کړې.

https://twitter.com/ICC/status/1192110397870002176?s=20

په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا مجیب الرحمن وځلیده چې په ۱۰ اورونو کې یې ۳۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز نوین الحق یوه ویکټه واخیسته، خو راشد خان، محمد نبي او ګلبدین نائب په کومه ویکټه اخیستلو بریالي نه شول.

د دواړو لوبډله ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د نومبر په ۸مه نېټه په همدغه لوبغالي کې ترسره کیږي چې د افغان لوبډلې لپاره یې ګټل اړین دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د