محمود خان اڅکزی: که د خپل حق غوښتنه کوو، غداران بلل کيږو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي ناستې د وينا پر مهال ويلي، چې د پوځ او محکمې سربېره ټولې ادارې بايد د اساسي قانون په دایره کې وي او هر څوک، چې له اساسي قانونه سرغړونه کوي، دوی به يې مخالفت کوي.

محمود خان اڅکزي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزيسيون ګوندونو احتجاجي ناستې ته وويل: «موږ دا پوښتنه کوو، چې پوځ کې د سنديانو، بلوڅانو او پښتنو ونډه څومره ده؟ له تېرو څو کلونو راهيسې په قبایلو کې زرګونه پښتانه ووژل شول، خو که موږ يوازې د خپل حق پوښتنه کوو، موږ غداران بلل کيږو.»

د ښاغلي اڅکزي په وينا داسې پوښتنې د پاکستان د بقا لپاره اړينې دي، ټول رښتيني پاکستاني باید دا پوښتنه وکړي او بايد د غدارانو پر ځای د وطن رښتيني مينه وال وبلل شي.

د تېر اکتوبر په ۲۷مه نېټه د پاکستان له لروبر څخه د لومړي وزير عمران خان د حکومت پر ضد پراخ مظاهرې پيل شوې، چې د اکتوبر په ۳۱مه پلازمېنې اسلام اباد ته ورسيدل او له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې هلته د حکومت پر ضد پرلت پيل کړی دی.

مولانا فضل الرحمن او د اپوزيسيون ګوندونه وايي، حکومت بايد استعفا وکړي او د پوځ له مداخلې پرته نوې بې پرې ټاکنې وشي.

د حکومت او اپوزيسيون ګوندونو ترمنځ د روانو ستونزو د حل لپاره خبرې اترې هم روانې دي، خو تر اوسه يې کومه پایله نه ده ورکړې.

د اپوزيسيون ګوندونه وايي، حکومت بايد ړنګ شي او لږ تر لږه بايد لومړی وزير عمران خان استعفا وکړي.

د حکومت له لوري اپوزيسيون ګوندونو سره د خبرو لپاره ټاکل شوی هیئت وايي، د لومړي وزير استعفا له امکانه وتلې ده، خو مولانا فضل الرحمن ټينګار کوي، چې د دوی زياته غوښتنه د پارلمان ړنګول او لږه غوښتنه يې د لومړي وزير استعفا ده او تر دې په لږ څه نه راضي کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

کم وخت چه روس افغانستان ته فوجونه رالیږلی ووپرپښتنوډیره بده ورځ وه دپښتنو سیاسری به روسی فوجیانوبی پته کولی اوپرپوټیانوبه یی غورځولی محمودخان دخپلی پارټۍ والاګمارلی وو چه افغان مهاجرپاکستان ته مه پریږدۍ ویل به یی (افغان بګوړون کونیکالویعنی تښتیدلی افغانان وشړۍ)ضیاءالحق شهید داسی هرکلۍ ورته وایی چه په سراومال ورته ولاړ ووبریژینیف ورته ویل دمځکی دسره به دی واخلم ضیا‌ءالحق شهید ویل دمځکی دسره االله سړۍ اخلی ته څه سپۍ یی ،نن محمودخان پښتون سو ندۍ داشرفغنی دفکرکمونسټ دۍ دقندهار داوفق خلکی شاګرد دۍ دازمادځوانی د وخت خبری دی موږمهاجرافغانان په پاکستان کی دپښتون خوا اونیشنل دغفارخان د ګوندوڅخه… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

محمودخان لوی غدار او خائن دی. دکوټی او چمن پر سړک یی ځنځیر اچولی وه، هغه افغانان چی بیرته کډی وړلی محصول یی ځنی اخستی. که به دچا سره احیاناَ کافی پیسی ور سره نه وی د کور سامان او حتی د اغستلو کالی ځنی اخستل. دا واقعه ما په خپلو سترګو لیدلی ده. ډیر بیغیرته او بیناموسه شی دی.