
د برتانيې لومړي وزير ناببره استعفا کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د برتانيې لومړي وزير بوریس جان په ناببره توګه دوهمې ملکې اليزيبت ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.
بوریس جانسن تېره ورځ له ملکې سره د ليدو پر مهال هغې ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.
نوموړي خپله استعفا په داسې حال کې ورکړې، چې د راتلونکي ديسمبر مياشتې په ۱۲مه په برتانيې کې له وخت مخکې پارلماني ټاکنې ترسره کيږي.
لومړي وزير جانسن وروسته تر هغه استعفا وکړه، چې د برتانيې پارلمان له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د هغه له پرېکړې سره موافقه ونه کړه.
بوریس جانسن د محافظه کارو ګوند له لوري لومړی وزير و او تېره ورځ يې د خپل ګوند له استازو او چارو سره د خبرو پر مهال اندېښنه ښکاره کړې وه، که د جيريمي کوربين په مشرۍ «کارګرانو ګوند» راتلونکې ټاکنې وګټلې، پر دوی به سختې لوبې وکړي او که دی يو ځل بيا په راتلونکو ټاکنو کې بريالی شي، د راتلونکي ۲۰۲۰ په لومړۍ مياشت «جنوري» کې به برتانيا له اروپايي ټولنې وباسي.