افغانستان

مېک: د افغانستان په انرژي سکتور کې تر درې میلیارده ډالر زیات تري تم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه «مېک» وایي، نړیوالې ټولنې د افغانستان د انرژي له سکتور سره څلور میلیارده ډالر مرسته کړې، چې له منځه یې تر درې میلیارده ډالر زیات تري تم شوي.

مېک تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې د افغانستان د برښنا شرکت او انرژي سکتور ته نړیوالو ۴ میلیارده ډالر ورکړي؛ خو یاد سکتور یوازې د څه کم یو میلیار ډالرو حساب ورکولای شي او پاتې پیسې تري تم شوې.

د مېک موندنې ښيي، چې نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا د افغانستان د انرژي له سکتور سره څلور میلیارده ډالر مرسته کړې؛ خو برښنا شرکت دا مهال یوازې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو د مصرف اسناد لري او دا چې پاتې پیسې په څه لګول شوي، هیڅ څرګنده نه ده.

د مېک راپور ددې ترڅنګ ښيي، چې په برښنا شرکت کې پراخ فساد شتون لري، چې د هیواد مختلفو برخو ته یې د برښنا رسونې پروسه شدیده زیانمنه کړې.

یاده دې وي، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت د اداري فساد د ختمولو ژمنه کړې وه؛ خو د بېلابېلو سرچینو وروستۍ موندنې ښيي، چې د ارګ په ګډون لا هم په ګڼو ادارو کې پراخ فساد او له بیت المال څخه شخصي استفاده روانه ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x