
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د راتلونکې «شنبې» ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کار ا وټولنیزو چارو وزارت د شنبې ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېږېدو د ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، شنبه د لړم د میاشتې اتلسمه چې د ربیع الاول د میاشتې له ۱۲ سره سمون خوري، په ټول هیواد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېږیدو د ورځې په خاطر عمومي رخصتي ده.
د ربیع الاول د میاشتې ۱۲ مه په اسلامي نړۍ کې ځانګړی مقام لري او مسلمانان یې په ځانګړو دیني مراسمو سره لمانځي.