افغانستان

طالبان وايي د کابل پوهنتون استاد وژنه د توجيه وړ نه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې په بغلان ولايت کې د کابل پوهنتون استاد په وژنه کې دوی لاس نه لري او نه د دوی هدف و.

تيره ورځ د کابل پوهنتون استاد «پوهاند عزيز احمد پنجشيري» د نامعلومو وسله والو له لوري د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ همت خېلو کې وژل شوی و.

له پيښې وروسته دولتي چارواکو د نوموړي استاد د وژنې پړه په طالبانو ور واچوله خو طالبانو دا ادعا رد کړه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې نوموړی استاد يو ملکي شخص و چې وژل يې هيڅ توجيه نه لري او نه هم د دوی لپاره هدف و.

مجاهد ويلي دي چې دا دوی د بدنامولو لپاره پروپاګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x