افغانستان

لوګر کې د پکتيا د استناف محکمې څلور قاضيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): په لوګر ولايت کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسيب ستانکزي رسنيو ته وويل چې نن ماسپښين د لوګر محمد اغې ولسوالۍ باقي اباد سيمه کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان په وسله وال بريد کې ووژل.

هغه وويل چې د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان په يو کرولا ډوله موټر کې له پکتيا څخه کابل ته په لاره وو چې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شول.

په وژل شويو قاضيانو کې قاضي نورالله قرباني، قاضی ایمل، قاضي زين الله اوقاضي عبدالقدیر فیضي شامل دي.

تر اوسه د يادو قاضيانو د وژلو مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

آیا کیدای شی چی بیغره له طالبانو بل چا وژلی وي؟ حکومتی قاضیان اکثرآ رشوت خواره دی ممکن چی طالبان نه کوم بل چا وژلی وی خو صحرایی وژنی اکثرآ د طالبانو لخوا کیږی. الله دی دوی اصلاح کړی او د اسلام په لاره دی هدایت ورته وشی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close