د ټويټر دوه پخواني کارکوونکي سعودي ته په جاسوسۍ تورن شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): امريکايي رسنۍ وايي، د ټويټر ټولنيزې شبکې دوه پخواني کارکوونکي د سعودي لپاره په جاسوسۍ تورن شوي او پر ضد يې دوسيه رسمي شوې ده.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، د ټويټر پخوانی کار کوونکی امريکايي تبع احمد ابو عمو  او علي الزباره په ۲۰۱۵ کال کې د شپاړس زرو ټويټر فعالانو شخصي معلومات د سعودي حکومت ته ورکړي دي.

د امريکا عدليې وزارت وايي، دواړو تورنو کسانو د سعودي حکومت مخالفو فعالانو شخصي معلومات د سعودي شاهي کورنۍ او حکومت ته ورکړي دي.

په دغو ټويټر فعالانو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پخواني کالم ليکونکي جمال خاشقجي د ملګري عمر عبدالعزيز شخصي معلومات هم شامل دي.

د امريکا عدليې وزارت وايي، له دغو دواړو کسانو سره د سعودي يو بل تبع هم ملګری و، چې د دوی او سعودي حکومت ترمنځ يې منځګړيتوب کاو.

د امريکا لوی څارنوال ډيويډ اندرسون وايي، دوی سره په ثبت شوې قضيه کې ويل شوي، چې درې واړو تورنو کسانو د ټويټر د زرګونو کاروونکو شخصي معلومات د جاسوسۍ لپاره سعودي حکومت ته ورکړي دي.

لوی څارنوال زیاته کړې، چې د امريکا متحده ایالاتو د قانون له مخې په دغه هېواد کې د ټولو شرکتونو خونديتوب د امريکايي چارواکو مسؤوليت دی او دغو درې واړو تورنو کسانو د خلکو شخصي معلوماتو په غلا کولو د امريکا قانون ته سپکاوی کړی دی.

هغه وايي، د ټويټر دواړه پخواني کارکوونکي اوس هم په سعودي کې دي او له وليعهد محمد بن سلمان سره نږدې اړيکې لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د