شیاومي شرکت د «۱۰۸» میکا پېکسله کامرې مبایل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «شیاومي» د اعلان له مخې یې داسې مبایل وړاندې کړی چې «۱۰۸» میکا پېکسله کامره لرونکی دی.

شیاومي شرکت څو میاشتې وړاندې اعلان کړی و چې ډير ژر به داسې مبایل وړاندې کړي چې د ۱۰۸ میګا پېکسله په زړه پورې کامره ولري، دوی اوس ددغه مبایل (سي سي ۹ پرو) د وړاندې کولو اعلان وکړ.

ددې مبایل د ستر ریزولوشن سینسر او ۱۰۸ میګا پېکسله کامره د مشهور شرکت سامسنګ سره په ګډه چمتو کړي دي،  د شرکت د وینا له مخې ددې په واسطه به مبایل په شپه کې ښه پاک او واضح عکس واخلي.

په دغه مبایل کې ۶.۴۷ انچه امولیډ ایچ ډي پلس ډیسپلی لري، چې د سکرین او باډي ترمنځ ۸۷.۸سلنه نښتی دی.

دغه راز د اوکټا کور کوالکوم سنیپ ډراګون شرکت ۷۳۰ جي پراسیسر ورکړل شوی او د ۶ او ۸ جي بي ریم سره ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي داخله حافظه ورکړل شوې ده.

د سي سي ۹ پرو مبایل فنګر پرنټ یا ګوتې کولپ د سکرین پرمخ ځای پر ځای شوی، دغه راز ستره «۵۲۶۰» ملي امپیره بیتري د ۳۰ واټه چټک جارجنګ وړتیا لرلو سره ورکړل شوې ده، شرکت ادعا کوي چې په ۶۵ دقیقو کې له صفر څخه تر سلو پورې مبایل چارجولی شي.

ددې سربېره په دې مبایل کې شاخوا ته څلور نورې کامرې هم ورکړل شوي دي چې ۵، ۱۲، ۲۰ او ۲ میګا پېکسله دي، په کوم کې چې ۵ ایکس آپټکل زوم او ۵۰ ایکس دیجیتل زوم موجود دی.

د ټيلي فوټو سنسر په واسطه کاروونکي کولای شي د ۱۱۷ ډګري منظر د کامرې له لارې راونیسي، په داسې حال کې چې ۲ میګا پېکسله کامره یې د نږدې عکس اخیستلو لپاره کارول کیږي. دغه مبایل ۳۲ میګا پېکسله سیلفي کامره هم لري.

د شیاومي شرکت دغه مبایل به د نومبر له ۱۱مې نیټې څخه د کاروونکو لپاره وړاندې شي چې د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی مبایل به «۴۰۰» امریکایي ډالره، د ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظې لرونکی مبایل به «۴۴۰» ډالره بیه ولري.

ځینې راپورونه ښيي چې د سامسنګ شرکت د خپل راتلونکي مشهور فلیګ شیپ مبایل «ګلیکسي ایس ۱۱» کې د ۱۰۸ میګا پېکسله کامرې ورکولو چمتو والی نیسي.Image result for xiaomi cc9 pro

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د