هند کې ککړه هوا؛ بنګلدیشي لوبغاړو د لوبې پرمهال قۍ کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): راپورونه ښيي چې د هند په دهلي ښار کې د سختې ککړې هوا له کبله د هند او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې لوبغاړو د توپ وهنې پرمهال قۍ کړي دي.

راپور زیاتوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ په دوران کې د توپ وهنې پرمهال دوه بنګلدیشي لوبغاړو قۍ وکړې.

په دغې لوبغاړو کې یو «سومیا سرکار» و چې د هوا ککړتیا له کبله یې حالت ناسم شو او په عین حال کې یې قۍ وکړې.

د تېرو دوه اوونیو راهیسې د هند په بېلا بېلو ښارونو کې په ځانګړي ډول دهلي کې د هوا ککړتیا درجه وژونکي حالت ته رسیدلې ده چې له کبله یې د روغتیا ادارې په دغه ښار کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

لوبغاړو له لوبې وړاندې د تمریناتو پرمهال هم د ککړې هوا څخه د ژغورنې لپاره خولې ته ماسکونه هم نیولي وو.Image result for bangladesh players vomiting during match

د هند حکومت لخوا د سختې ککړې هوا له کبله ددغه لوبې د ځای بدلولو یا ختمولو وړاندیز هم شوی و خو د هند کرېکټ بورډ د لوبغاړو روغتیا ته اهمیت ورنکړ او لوبه یې ترسره کړه.

په دغه لوبه کې بنګلدیش لوبډلې د شل اوریزو په تاریخ کې په لومړي وار هند لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، اوس د دواړو لوبډلو ترمنځ په راجکوټ ښار کې دویمه شل اوریزو لوبه دوام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د