
د سعودي مفتي فتوا: ښځه له خپل مېړه طلاق اخيستی شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د سعودي يوه مشر مفتي او د سترو علماوو د ټولنې غړي شيخ عبدالله المنيع په خپله جنجالي فتوا کې ويلي، ښځه کولی شي، د نکاح پر مهال پر مېړه دا شرط ولګوي، چې طلاق يې په خپل لاس کې دی او د اړتيا پر مهال يې کارولی شي.
شيخ عبدالله المنيع ويلي، د ښځې لپاره دا جائز دي، چې د نکاح پر مهال د طلاق شرط په خپل لاس کې واخلي او استدلال يې په دې فقهې قاعده کړی «مسلمانان په خپلو شرطونو ولاړ وي.»
د شيخ المنيع دې فتوا په سعودي او ټولې اسلامي نړۍ پراخ غبرګونونه راپارولي، ډېری علماوو او عامو مسلمانانو د نوموړي فتوا له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې بللې، خو يو شمېر خلکو يې هرکلی کړی او وايي، چې ښځه هم بايد د طلاق ورکولو حق ولري.
شيخ عبدالله المنيع دا جنجالي فتوا وروسته تر هغه ورکړې، چې د تېر اکتوبر په ۲۷ د سعودي د شورا يوه غړي اقبال دندراوي غوښتنه کړې، چې طلاق کې بايد د ښځې او سړي ترمنځ مساوات رامنځته شي او هر لوری بايد د طلاق حق ولري.
فقهاء وايي، طلاق د مېړه حق دی او بايد يوازې د شديدې اړتيا پر مهال وکارول شي.
بسم الله الرحمن الرحيم ط
محمد بن سلمان د اسلام د سپيڅلي دين په بيخ کنۍ پسي ليڅي رانغښتلي دي.او هره ورځ د خپلو اجيرو ملايانو له حنجرو نوي نوي فتواوي اعلانوي، او داسلامي امت د برحق علماو زړونه زخمي کوي.او الله سبحان وتعالی د زړونو مالک دی ، چي دا د يهودو او نصاراوو يار او اشنا په زړه کي نور څه ساتلي دي.او ان شاالله ورحمن ډير ژربه دی او دده خاندان د خپلو اعمالو نتيحه وويني ، چي بيا به يي نه يهود او نه نصارا ترينه نجات ورکولای سي.
په دی کی شک نشته په هغه مسایلو کی چه په قران او احادیثو کی روښانه او صریح احکام شتون ونه لری د هغوی د پاره بیا د فتوی ورکولو اړه وی. فتوی د مجتهدینو له خوا ورکول کیږی مګر مجتهد په هغو مسلو کی د اجتهاد حق نه لری چه په قران او احادینو کی یی په اړه صریح حکم راغلی وی د هغو توضیح کولای شی مګر بدلولی رابدلولی نه شی. مجتهد باید هغه څوک وی چه لاندی وړتیاوی ولری : الف : ښه مومن او متقی مسلمان وی . ب : څیړنو او ارزونو ښه فطری استعداد… نور لوستل »
په قران کی د طلاق ورکولو میړه ته ورکړی شوی مګر که د نکاح وخت کی هغه میرمن په خپل میړه د نکاح له تړلو دمخه دغه شرط ایښی او منل شوی چه هغه ښځی ته هم د طلاق اخستلو جواز ورکړی شوی لکه د سعودی دغه مفتی چه ویلی کولی شی چه هغه میرمن هر وخت چه وغواړی له میړه د خپل طلاق مطالبه وکړی.
ښه سو دې وهابيانو چي د ډېرو خلکو ډېرو ساده کړنو او کارونو ته کفر او بدعت ويل او په قبوريونو او مشرکينو يې نومول پای خدای جل جلاله خپله دوی وشرمول او د امريکايي طواغيتو د ګوډاګيو سعودي واکمنو د خوشالولو لپاره دغسي د اسلام د صريحو او څرګندو لار ښوونو خلاف فتواوي ورکوي.بس دغه به وايو چي لوی څښتن سبحانه مو دي له ابتلا څخه وساتي!
زمانه چی آخره شی فتوای ګانی خپل اهمیت هم له لاسه ورکوی. د افغانستان جنګ هم همداسو علماوو حرام وباله چی طالبانو یی فتوای باندی غوږ هم ونه ګراوو.
دغه د افراط له زوره په تفريط کې وريت لارورکي وهابي شېخ او د دده د فتوی خوښوونکو ته دې وويل شي چې:
که مو ښځې د نکاح په مهال داسې يو شرط درباندې کېږدي چې له تا علاوه به له نورو سره هم څرم نو پناء د همدې فقهي قاعدې په دايره کې ديوث شوې البته غاړه به مو هم عندکم خلاصه وي.
دلته د مفتي فتوی سمه نه ده راوړل شوي.
مفتي دا ويلي چې ښځه کولی شي چې د نکاح په وخت کې دا شرط کيږدي چې ما ته به هم د ځان د طلاق حق راکوي.
ديته تفويض بالطلاق ويل کيږي او کومه نوې فتوی نه ده بلکې په حنفي کتابونو کې هم دا مساله راغلي او چواز يې ورکړی.