ایا افغان لوبډله به ویسټ انډيز ته دویمه لوبه کې ماتې ورکړي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان او یسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د شنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه پېل شي.

ویسټ انډیز لوبډلې افغان لوبډله په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په هر ډګر کې ماته کړه، چې لومړی یې په توپ اچونه او بیا یې په توپ وهنه کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

په یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې د رحمت شاه (۶۱) او اکرام عیلخېل (۵۸) په واسطه په ۴۵.۲ اورونو کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې، چې د ویسټ انډيز لخوا د روستن چیس (۹۴) او د شای هوپ (۷۶) په مرسته ټاکلی هدف په ۴۷م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو په اسانه بشپړ کړ.

افغان لوبډله به په دویمه لوبه کې یو وار بیا د ویسټ انډیز پر وړاندې مخ کیږي، چې تمه کیږي لوبډلمشر او مشر روزونکی په لوبډله کې ځینې بدلونونه رامنځته کړي.

لومړی به افغان لوبډله د اوپنر توپ وهنې لپاره د حضرت ځاځي پر ځای یو بل غوره تخنیکي لوبغاړي غوره کړي چې د هدف ټاکلو لپاره غوره او له فشار پرته پېل وکړي، عموما د اوپنرانو ښه کارکردګي په ستر هدف ټاکلو کې مرسته کوي. ددې لپاره ابراهیم ځدران ښه بدیل کیدلای شي.

دویم؛ افغان لوبډله که د اضافي آلراونډر پر ځای چټک توپ اچونکي ته ځای ورکړي، دا به د سوکه توپ اچونکو سره په دغه ډګر کې مرسته وکړي او دوی په عین وخت کې له محدودو ستونزو وژغوري، ددې لپاره د ګلبدین نائب پرځای یمین احمدزی ښه بدیل کیدلای شي.

د ویسټ انډيز او افغانستان ترمنځ د ۷ ترسره شویو یو ورځنیو سیالیو ریکارډ مساوي دی، چې ۳-۳ بریاوې یې خپلې کړي او یوه لوبه مساوي شوې ده.

د شنبې په ورځ لوبه کې د ویسټ انډيز بریا به د سیریز پریکړه ددوی پر ګټه وکړي، خو که افغانستان دغه لوبه وګټي لوبلړۍ به یو-یو مساوي شي او پریکړه به دریمې لوبې ته پاتې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د