د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې شاوخوا یو ملیون وګړي معیوب دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان عامې روغتیا وزارات وایي، په افغانستان کې شاوخوا یو ملیون وګړي د بېلا بېلو پېښو له کبله په یوه نه یو ډول معیوب دي.

د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز د کابل په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ارتوپيدیک بخش پرانیستې پرمهال غونډې ته وویل: «معلولیت یوه لویه ننګونه ده چې هېواد ورسره مخ دی، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا یو ملیون کسان معیوب دي».

فیروز د خبرو پرمهال زیاته کړه چې نا امني، ترافیکي پېښې، طبیعي آفتونه او داسې نور هېواد کې د معلولیت عمده لاملونه دي.

د عامې روغتیا وزیر د وینا سره سم، په افغانستان کې دا مهال په ۱۶ ولایتونو کې د ارتوپيدیک بخش ۲۲ مرکزونه شتون لري، نوموړي ټينګار وکړ چې وزرات ددې مرکزونو د زیاتوالي لپاره هڅې کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۹م کال جنوري میاشتې په لومړیو کې راپورونو ښودلې وه چې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم ملیون وګړي د بېلا بېلو پېښو له کبله معیوب دي، چې نږدې نیم ملیون یې ړانده، نور یې په پښو ګوډ، په لاسونو شل او ذهني ناروغان دي.

په افغانستان کې د سویډن کمیټې مشر «سوني مانسون» ویلي دي چې دوی په دغه هېواد کې د ۱۲ مرکزونو له لارې د ۲۵زره ناروغانو د بیا رغونې خدمات وړاندې کوي.

د تېرې سه شنبې په ورځ په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ارتوپيديک بخش پرانېسته وشوه چې شاوخوا یو ملیونه ډالر لګښت لري، په دې برخه کې د ارتوپيديک خدمات، مصنوعي غړي، او نور د درملنې او بیا رغونې خدمات وړاندې کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د