
پاتي پت؛ الياس فاتح
الياس فاتح
چې پر کوم هسک يې ولاړ زور د بصر دی
ترېنه سيــوری د افغـان د شملې بر دی
دا په نسل او ملت ابراهيمي دی
خو بچی د بتخانې ترې بې خبـر دی
شجاعت يې د زمرو په څرمن ليک دی
معرکه کې د افغان بچی لوی غر دی
د دې کور يو ستر بابا لوی امپراتور و
د دهلي او اصفهان تاريخ کې لمر دی
د اسلام لـوی محـدث فرياد يې واورېد
مسلمان د هنـد يې بـچ له هـر خطر دی
د احمد شپيته زريـز لښـکر وارونو
په درو لکو مرهټيانو جوړ محشر دی
د مرهټ پوځيان يې دوه لکه وژلي
دوه ويشت زره يې بنديان، فاتح لښــکر دی
پنځوس زره يې آسـان ، غوايان دوه لـکه
غنيمت د پيلو، اوښو هم اکثر دی
ابـداً د مسلمـان، هندو په منځ کې
«پانې پت» د تاريخي پرېکړې ډګر دی
ورپسې يـې د سيکانو جنګياليو
پوره دوه لکه لښکر زېر و زبر دی
د شـل زرو سرکښـانو په وژو يــې
د لاهور او کشمير امن برابر دی
د فاتح طالب په لاس به يې سترګې وځي
چا چې کړی «بابا! » تا ته بد نظر دی