سرور دانش: د سپتمبر د یوولسمې پېښو افغانستان له تروریزم خوندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، که د سپتمبر د یوولسمې پېښه نه وای رامنځته شوې افغانستان به د ابد لپاره د تروریزم غېږې ته لوېدلی وو.

دانش چې په کابل کې یې د ولسي جرګې د پخواني استازي «سید مصطفی کاظمي» د دوولسم تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « په افغانستان کې د قدرت د بېلابېلو جزیرو شتون د طالبانو راپیدا کېدلو ته زمینه مساعده کړه او بیا همدا جزیرې د طالبانو په وړاندې ماتې شوې او که چېرې د سپتمبر د یوولسمې پېښې نه وای رامنځ ته شوې افغانستان به د ټول عمر لپاره د تروریزم غېږي ته لوېدلی وو.»

نوموړي زیاته کړه « افغان سیاسیون او ګوندونه باید د افغان حکومت په محوریت راټول شي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي، که چېرې په یاده پروسه کې افغان حکومت موجود نه وي،کله به هم واقعي سوله رانشي.»

دانش ددې ترڅنګ د طالب زندانیانو د خلاصون اوازو ته په اشارې وویل، چې حکومت د قوانینو په چوکاټ کې تیار دی طالب زندانیان ازاد کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروغچن حافظه نه لری . بی دانش غلام خپله اعتراف کوی چه [[ په افغانستان کې د قدرت د بېلابېلو جزیرو شتون د طالبانو راپیدا کېدلو ته زمینه مساعده کړه او بیا همدا جزیرې د طالبانو په وړاندې ماتې شوې ]] خو بیا هم وایی چه : [[ د سپتمبر د یوولسمې پېښو افغانستان له تروریزم خوندې کړ ]] کشکی حیا خرڅیدلی مونږ به د بی دانش ، غنی او د غلامی اداری ټولو د پاره ډیر رانیولی وی . خلک چه وایی دوی بی ضمیره یا بی وجدانه دی همدا چه وجدان او ضمیر د هر انسان په بدن… نور لوستل »