افغانستان

د پوهنې ریاست: د ننګرهار پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د ننګرهار ولایت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په پرانستې فضاء کې زده کړې کوي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس «حسیب الله شینواری» په همدې تړاو طلوع نیوز ته ویلي، په ننګرهار کې ټولټال ۹۵۰ ښوونځي شتون لري، چې له منځه یې ۴۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د وروستیو شمېرو له مخې، دا مهال په ننګرهار کې اته نیم سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له ډلې يې دوه نیم سوه زره نجونې او پاتې یې هلکان دي.

یاده دې وي، چې نا امني، اداري فساد او د حکومت نه پاملرنه هغه څه دي، چې ښوونځي یې له ودانیو بې برخې کړي او په هیواد کې يې د زده کړې کچه ټيته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x