افغانستان

زابل: طالبان د اتغر ولسوالۍ د امنیه قوماندان او شلو عسکرو د وژلو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې یې د دولتي سرتېرو په یوه مرکز برید کړی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « دالفتح عملیاتو په لړکې د  زابل ولایت داتغر ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څیرمه دمزدور دښمن پرمهم مرکز کمپاین  بیګاه شپه  داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې د کمپاین دفاعي ټاورونه تخریب  ۲۰ تنه مزدورعسکر ځای پرځای ووژل شول.»

خبرپاڼه زیاتوي « وروستي معلومات ښیې  چې په  یاده نښته کې  دهمدي ولسوالۍ لپاره دګوډاګۍ ادارې امنیه قومندان  (حیدري ) هم وژل شوی.»

بل لور ته د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا په اتغر ولسوالۍ کې طالبانو ته د پراخو تلفاتو اړولو ادعا کوي؛ خو د امنیه قوماندان د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx