امريکايي عسکرو لغمان کې د ملکيانو پنځه موټر سوځولي او خلکو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د لغمان قرغيو ولسوالۍ کې د کابل جلال اباد پر لويه لاره امريکايي عسکرو د ملکيانو موټرو ته اور اچولی او يو شمېر کسان يې هم وژلي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد فضل الرحمن نن ټکی اسيا ته وويل، امريکايي عسکر د ننګرهار ولايت درونټې سيمې کابل لور ته روان وو او د لغمان قرغيو ولسوالۍ عزيز خان کڅ سيمې ته په رسېدو يې له کابل راتلونکو موټرو ته اور غورځوونکي مواد واچول.

د فضل الرحمن په وينا امريکايي عسکرو يو لنډکروزر، دوه ټوډي موټر او يو مزدا ډولی موټر سوځلی دی.

هغه وايي، په خپلو سترګو يې وليدل، چې په يوه ټوډي کې پنځه واړه سپاره کسان سوځېدلي وو او د نورې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

انځور د نعمان دوست له پاڼې

د ټولنيزو شبکو فعال او د پژواک خبريال نعمان دوست هم ليکلي، چې بهرنيو پوځيانو عزیز خان کڅ سيمه کې د خلکو موټرو ته اور اچولی او د دوی د موټر ښيښې يې هم ماتې کړې.

د ننګرهار او لغمان چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د