د هند سترې محکمې د بابري جومات پر ځای د هندوانو «مندر» جوړولو امر وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د هند سترې محکمې د هندوانو له لوري د نړول شوي جومات په اړه نن پرېکړه وکړه او د دغه نړيدلي جومات ځمکه يې هندوانو ته ورکړه، چې هغوی پرې خپل عبادت ځای «مندر» جوړ کړي.

د هند په اترپرديش ښار ايوديا ښار کې د مسلمانانو بابري جومات وو، د هندوانو له لوري نړول شوی و او اوس د هند سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې پر دغه لانجمنه خاوره دې د هندوانو مندر جوړ شي او د جومات لپاره دې مسلمانانو ته نوره ځمکه ورکول شي.

د محکمې د پرېکړې له مخې سني مسلمانانو ته به په ياده سيمه کې د جومات جوړولو لپاره پنځه هيکټاره ځمکه ورکول کيږي.

د هند د قاضي القضات رنجن ګوګي په مشرۍ د قاضيانو پنځه کسيز بورډ د بابري جومات په اړه د پرېکړې لپاره د سختو امنيتي تدابيرو پر مهال اترپرديش ايالت ته تللي وو.

د سترې محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې بابري جومات د هندوانو پر خاوره جوړ شوی او دا ځای بېرته هندوانو ته وسپارل شي.

د هندوانو مشران ادعا کوي، چې بابري جومات د دوی د يوه خدای «رام» د پيدا کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.

د هند لومړي وزير له خلکو د کرار او باامنه اوسېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د محکمې پرېکړه بايد هېڅ لوری د بريا او ناکامۍ په نوم تعبیر نه کړي.

د بابري جومات قضيه په ۲۰۱۰ کال کې د هند سترې محکمې ته راجع شوې وه، چې روان کال بشپړه شوه او د جومات دغه ځمکه هندوانو ته وسپارل شوه.

د بابري جومات تاريخي شاليد

د اترپردیش په ايودهيا سيمه کې دا جومات د مغل پاچا ظهيرالدين محمد بابر په نوم په ۱۵۲۸ کال کې د يوه ځايي قومندان له لوري جوړ شوی و.

د سيمې سخت دريځي هندوان ادعا کوي، چې مغلي قومندان دغلته د هندوانو مندر نړولی او پر ځای يې بابري جومات جوړ کړی دی.

له تېرو څو پېړيو د بابري جومات په اړه د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ ناندرۍ او نښتې شوي، چې بالاخره د تېرې پېړۍ ۱۹۴۹ کال کې محکمې د جومات بندولو امر وکړ.

په ۱۹۸۰ کې د هند «بې جې پي» ګوند د يوه مشر ايل کې ايډواني په مشرۍ ځايي هندوانو د بابري جومات پر ځای يې د هندوانو مندر جوړولو پرېکړه وکړه، چې بالاخره د ۱۹۹۲ کال په شپږم دسمبر زرګونو هندوانو بابري جومات شهيد کړ او پر ځای د مندر جوړولو لپاره ډبرې کېښودې او هلته يې مندر جوړ کړ.

سترې محکمې ويلي و، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره به د بابري جومات په اړه مناسبه پرېکړه وکړي، خو داسې ښکاري، چې د محکمې د نننۍ پرېکړې له امله به يو ځل بيا په اترپردېش او ټول هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. څو ویشت کاله مخکی کله چی بابری مسجد د افراطی هندواڼو پلاس ویران سو نو خدای شاهد دی چی د خپګان اوښکی می توی کړې البته نه یوازی د مسجد د حرمت د پایمالېدو پخاطر بلکه انسانی انګېزه هم پکی دخیله وه یعنی د هند په ټولنه کی د مذهبی – اجتماعی تاوتریخوالی د احتمالی زیانونو بېره. هند له جغرافیائی او بشری لحاظه یو ستر هیواد دی چی اکثریت خلګ ئې د یو ځانګړی مذهب او فرهنګ درلوونکی دی. پر دې هیواد د تاریخ په ځینو پړاوونو کی د اقلیت فرهنګ او مذهب خاوندانو حکمرانی کړېده چی البته… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

غنېې خو به تر ټو لمړی د خپل هندو ملګري مودي سر ه عبادت پکښې ادا کوي او ګورو ګورو نارې به وهي ! !
نالت په داسي دیموکراي چې300کلن مسجد ړنګیږي او په ځای ئي د هندو چټل مندر جوړیږي ، دي ته وایې د موډي هندو ناڅونالیزم چې هم له کشمیره خپله ازادي اخلي او هم تاریخي مسجونه ورانوي !!