شعـــــرونه

غزل: سميع الله تړون

سمیع الله تړون

که یي شمله که یي پکول سپک شي
هغه اولس به ګوره ټول سپک شي

که یي تسپې له غاړې لیرې کړلې
د ملنګ لاس کې به کچکول سپک شي

چې د احساس په درزا نه درزیږي
اتڼ بې خونده شي او ډول سپک شي

زه مې زم زم اوښکې څټم خمار یم
ستا دې جامونه او کنډول سپک شي

دغه دوه رنګی دا دوه سری نظام
دا به په شان لکه کپسول سپک شي

چې زما چاودې پوندې نه شې لوستی
ستا په وربل کې به غاټول سپک شي

تړون د حق تله کې پښې ایښې دي
ګوره باطله ستا به تول سپک شي

سمیع الله تړون

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close