افغان لوبډلې دويمه سيالۍ کې هم تېر ناکام لوبغاړي شامل کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ويسټ انډيز پر وړاندې دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې يو وار بيا هغو لوبغاړو ته ځای ورکړی چې په تېرو سياليو کې ناکام ثابت شوي دي.

د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ سيالۍ پیلیدونکې ده چې د افغان لوبډلې په نوملړ کې حضرت ځاځی او جاويد احمدي ته يو وار بيا ځای ورکړل شوی، تمه کېده چې د ځاځي پرځای به ابراهيم ځدران شامل شي.

حضرت الله ځاځی په ۲۰۱۹م کال کې د نړيوال جام سربېره په ګڼ شمېر يو ورځنيو سياليو کې په پرلپسې ډول ناکام ثابت شوی دی.

د ننۍ سيالۍ په نوملړ کې يو لوبغاړی بدل شوی چې د ګلبدين نائب پرځای يو بل سوکه توپ اچونکی شرف الدين اشرف شامل شوی دی، د نوموړي سره افغانستان لوبډله څلور سوکه او يو چټک توپ اچونکی لري.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۹م کال کې په ۱۸ يو ورځنۍ سياليو کې يوازې څلور ګټلي، د نړيوال جام سربېره دوی په تېرو پرلپسې لس سياليو کې ماتې خوړلې ده.

د يادونې ده چې په ياده سيالۍ کې راشد خان پچه وګټله خو لومړی يې ويسټ انډيز ته د توپ وهنې بلنه وکړه، دغه سيالۍ په يوه بجه پېليږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د