
طالبانو کندهار کې د دولتي عسکرو مرکز ويجاړ کړی او ګڼ شمېر يې وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر مرکز سرتېری برید کړی، چې له امله يې ياد مرکز په بشپړ ډول ويجاړ شوی او ګڼ شمېر عسکرو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايت وياند بهير احمد احمدي رسنيو ته ويلي، نن سهار وختي د طالبانو يوه سرتيري بریدګر د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په چينار سيمه کې د پوليسو پر مرکز موټربم برید کړی او تر هغه وروسته ګڼ شمېر طالبانو پر ياد مرکز ډله ييز برید کړی دی.
د ولايت وياند په دغه برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی یاد کړی او لا هم په سيمه کې نښته روانه ده.
د سيمې ځينو امنيتي سرچينو ويلي، په دغه نښته کې اووه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف صديقي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، په سرتيري برید کې د عسکرو قرارګاه په بشپړ ډول ويجاړه کړې او ګڼ شمېر عسکر هم په کې وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدي په وينا پر ياده قرارګاه د دوی تهاجمي برید لا هم روان دی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.