افغانستان

کريم خرم: ګډ حکومت د امريکا او پاکستان پر وړاندې تر ټولو کمزوري حالت کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئيس عبدالکريم خرم ويلي، د ګډ حکومت پنځه کلنه دوره کې افغانستان د پاکستان او امريکا پر وړاندې تر ټولو کمزوري حالت کې دی.

ښاغلي خرم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، افغانستان هېڅکله د پاکستان پر وړاندې دومره کمزوری نه و، څومره، چې د ګډ حکومت له تېرو پنځو کلونو راهيسې کمزوری شوی.

د ښاغلي خرم په وينا ګډ حکومت په دې بهانه له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، چې د پاکستان پر وړاندې به يې مرسته وکړي، خو اوس خبر برعکس ده.

نوموړي د امريکايي عسکرو له لوري د ولسي خلکو وژنې او ځورونې ته هم اشاره کړې، چې امريکا په افغانستان کې خپلې وسلې ازمايي.

عبدالکريم خرم زياته کړې، په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په ختيځو ولايتونو کې امريکا خپلې وسلې ازمايي او تېره ورځ د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو له لوري د عامو خلکو موټر سوځول او خلک وژل يې د نمونې په توګه ياد کړي دي.

ښاغلي خرم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت حکومت مشر اشرف غني او شريکوالو يې واک ته د رسېدو په لومړي وخت کې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او بهانه يې دا وه، چې له پاکستان څخه به يې وساتي، خو د ګډ حکومت په تېره پنځه کله دوره کې پاکستان پر ډيورنډ کرښه ازغن تار او کټارې ولګولې، تورخم دروازه د رسمي سرحد په توګه وپيژندل شوه، په ننګرهار، کونړ او خوست کې له ډيورنډ کرښې د افغانستان لور ته راوښتي او څو کيلومټره خاوره يې لاندې کړې، خو ګډ حکومت يې تر اوسه پر وړاندې کوم قوي غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خرم ( نوم یی په لویو قصرو کی هم نه ځآیږی ) مګر خلکو به ورته د لوی شادو نوم اخستلو او اخلی . دا ځکه چه د غلامی اداری د لوړپوړو غلامانو له ډکی څخه وو همدا خرم وو چه د امریکا اشغال په مخه کی یی نڅا کوله خو د غلام غنی دوره کی چه ورته کومه چوکی نه ده ورکړی شوی وخت ناوخت د مرور نازولی په شان د ړندو غونډاری ګذاری . د کابل غلامی اداری ته د حکومت نوم اخستل د هغوی د پاره چه افغانان او مسملانان دی د لیونتوب خبره ده غلامی اداری… نور لوستل »

عظیمی

بیانزی صاحبه. داخبره ما تاته او داسی نورو افغانانونه ته توهین او سپکاوی دی. مګر دغه د بل پر دسترخوان لوی سوی چاپلوسان ګوګاګیان وطنفورشان بیغیرته خاینان په داسی توهینو من من غوښه اخلی.ژوندی مثال یی دغه خرم نه خورم صاحب دی. توهین هغه چاته دی چه ایمان غیرت د وطنمور مینه او محبت ورسره وی. ددوی دا دنیا ده او بس. الله دی تر دی نور هم سرکښته او رنګ زرده کړی.

جميل

د دی پُړسيدلی خبره سمه ده چی غلام دولت تر هر وخت په ډير ضعيف حالت کی ، خو دايی هم بايد ليکلی وای چی غلام دولت د اشغال د لمړی ورځی څخه خپل واک نه درلودی ، د رنګارنګ ممنوعه وسلو استعمال خو د غلام کرزی د راتګ سره شروع شو، امريکی او انګلستان يی په ډيره بيشرمی سره اعلان هم وکړ ، خو دا پړسيدلی هغه وخت په پاړسوب کی و او ږغ يی نه راوتی ، اوس يی لکه چی باد په وتو دی او مرضی پاړسوب نيولی دی .

عبدالله

دا یی ستا اخلاق په دی دول دین ته خدمت کوی. افسوس ستا او مجاهد او پتنگ پر حال.

جميل

عبدالله ! تاسوته به يوازی سپيڅلی مجاهد او د هغو پلويانوته بد رد ويل ښه اخلاق ښکاری او د اشغالګرو کفارو او د هغو غلام ، مفسد او فاحشو بيحياو مزدورانو ته بد ويل بد اخلاق ښکاری . ستاسو په پړسيدلی خوا بده شوه ، په غلام دولت ، غلام کرزی او که د انګستان او امريکی په بيشرمی ؟ نور خو ما چاته نورڅه ندی ليکلی . زما په اند په بيشرمی او ظالمی نړیخوری امريکا به دی ډيره خوا بده شوی وی پديچی ډالر خو هغوی ويشی ، دا نور ياد شوی(پړسيدلی او مزدورکرزی) خو دواړه بګيل غلامان… نور لوستل »

عبدالله

جمیله! په یو حدیث یا ایات شریف دا ثابتولای شی چی بل ته شکنزل شه کار دی؟؟ د زانه فتوا مه راکوه د اسلامی اخلاقو له مخی پوشتنه درخخه کوم. ستا دا اخلاقی لهجه منشا مطالعه کری؟ ددین داعی پر تهمت نه وایی چاته شکنزل نه کوی خو جمیله ته مجاهد پتنگ او یو سو نورو سو واره پر ما تهمت لگولی او شکنزل مو کری. شکنزل لکی او غوژونه نه لری بلکی تاسو خپلو لیکنو ته دوباره سر ور شکاره کری چی سومره د اسلامی اخلاقو خخه لیری پر خلگو تعرض کوی. ماته زکه دا مهمه ده چی ستاسو… نور لوستل »

جميل

عبدالله ! کوم جواب چی می مخکی درته ليکلی څو ځله نور يی نور ولولی ګوندی سر مو په خلاص سی خو که د خلاصيدو او پوهی سر ولری ، نور مو پخپلو کجاوو وخت مه را ضايع کوی . پوهيږم چی مونږ او تاسی نه سره پيژنو او لاری مو کاملََا سره جلا دی ، ستاسو دښمنی د مبارک دين او د هيواد د استقلال سره ده نه زما سره او خواخوږی مو د ظالمو او کافرو اشغاګرو سره او د هغو د مفسدو ، بيحياو ، او فاحشو غلامانو سره له ورايه ښکاری . د خدای رويته وګوری… نور لوستل »

عبدالله

نه پوهیژم کله کی مو سه دی جمیله! ته د پلار او نیکه په دین یی چی دغه حال دی دی. خو زه داسلام مبارک دین غوارم، ستا عقیده تا جور کری دین دی خو زه د رسول الله پیروی غوارم. ثبوت: ته دکفر د اشغال په بهانه بی گناه خلک په مسجد کی وژل روا بولی! ته د کابل هوتل کی عامه وژنه جهاد بولی! ته پل پلچک مکتب سرک شفاخانه تخریبول مقدسه مبارزه بولی، تاته د روس او چین کمونیست سره ناسته افتخار ده اوزاری ورته کوی، تاته د پنجاب د طاهر اشرفی پلان تطبیقول ستر کار او… نور لوستل »

عادل عادل

خرم صاحب
د جميل صاحب هره خبره ښکنځل نه بلکه ستاسو د شخصيت معرفه ده.

ستاسو د قناعت لپاره لاندې دوه مثالونه:

انسان ته که خر وويل شي نو دا ښکنځل ده
خو که خره ته چارپای يا لکی دار وويل شي نو دايې معرفه نومونه او صفات دي

اجمل

ټول دی پیژنی …د کرزی د حکومت څخه تر اوسه پوری دی په تملق او چاپلوسی کی خپله کرسی وساتله اوس چی درباندی راغلی داسی خبری کوې.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x