مړ ضمیر به څه وخت را ژوندی شي؟

حمزه حسيني

دصلیبي ښکېلاک له ناوړه یرغل نه را په دېخوا هره ورځ دداسې وحشتونو او ظلمونو شاهدان یو، چې توجیه کول یې له انسانیت سره جفا او ظلم بولم دا خو لا پرېږده چې له اسلامیت او افغانیت سره څومره جفا او ظلم  دی؟ دنړۍ ټول کفار مسلمانانو ته بیا خاصکر افغانانو ته متحد شوي تر څو دتېر شوي تاریخ غچ له دوی نه په داسې انداز واخلي چې دخپلو وسلو ازمویلو ارمان هم پوره کاندي، خو زموږ ضمیرونه لا هم مړه دي، احساسات مو ګونګي او غیرت رانه کډه کړې، اخر دا ولې؟

لوی لامل یې زما پر اند دا دی چې موږ اسلامي احکاماتو ته شا اړولې او صرف دمادیاتو په کشمکش کې یو، که لږ هم دغیرت ماده په موږ کې موجوده وای؛ نو ددې صلیبي تجاوز پر وړاندې به لکه بنیان مرصوص ولاړ وو، او دخپلو حریت پرستو وروڼو به مو پوره ملاتړ کړی وو، نن به هیچا موږ ته په ټيټ نظر نه وای کتلي خو افسوس صد افسوس.

بېګا په لغمان کې صلیبي ځناورو زموږ د بې ګناه هیوادوالو څو عرادي موټر خپل هدف ګرځولي دي، په ګازي مرمیو یې داور په لمبو کې لولپه کړي دي، لا مالومه نه ده چې څومره هیوادوال به مو کباب شوي وي؟ خو دصلیبي یرغلګرو په اوږو سپور تش په نوم ولسمشر والله که دداسې حملو دتأسف جرأت هم لري، غندل خو یې لا لرې خبره ده.

درنو هیوادوالو!

تر کومه به همداسې په مړو او ذلیلو سترګو د یرغلګرو تجاوز زغمو؟ تر کومه به همداسې ګونګ یاستو؟ ضمیر او احساس به مو کله د بیدارۍ پوړ ته خیږي؟ او کله به په اسلامي شعائرو، خپله خاوره او ناموس غیرت کوو؟ راځئ نور دډار ځنځیر مات کړئ او خپلو غیرتمنو وروڼو سره دجهاد ګرمو سنګرونو ته ودانګئ او دې صلیبي لښکرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

په پوره اطمنان وایم چې صلیبي لښکر نور دزنکدن اخري سلګۍ وهي، نو ټول ولسي وګړي دې دا پرست وګڼي او تللی برم دې بېرته تر لاسه کړي، دصلیبانو پر وړاندې دې لکه داوسپنې دېوال کلک ودریږي او ددوی اشغال دې په لوړ کچه مات کړي تر څو دخپلو نیکونو ویاړلی تاریخ را ژوندي کړي.

لله الحمد تاریخ ددې عصر فاتحین هم را وښودل او غلامان هم، دوطن حقیقي زامن یې هم را ته په ګوته کړل او تش په نوم ډنډورچیان هم، دنن عصر احمدشاه بابا هم مالوم شو او شاه شجاع هم، نور مو خوښه چې دکومې ډلې ملګري کېږی.

په اخر کې! دلغمان دمظلومو هیوادوالو په غم غمجن یم، شهیدان دې الله تعالی قبول کړي، مصیبت زده کورنیو ته دتسلیت مراتب وړاندې کوم، او دعاء کوم چې رب العلمین دې زموږ په ګران افغانستان کې اسلامي نظام، دوامدار امنیت او ترقي را ولي آمین ثم آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترم حسينی صاحب ستاسو دينی او افغانی احساسات د قدر وړ دی ، الله تعالی دی اجرونه درکړی . تاسو به خامخا پر هغو ږغ کړيوی چی ضمير لری خو ضميرونه يی بيده دی ، څنګه چی وينو بيده ضميرونه کرار کرار په ويښيدو دی ، همدا يی ښه او روښانه مثال دی چی د مبارک دين ساتونکی او د ګران افغانستان د آزادی پلويان ورځ تر بلی ډيريږی او د ژوند ساحه يی پراخيږی . خو هغوی چی ضمير نلری او يا خپل ضمير يی پلورلی وی د هغو به پروا نه کوو هغوی زيږيدلی همداسی رزيلان دی او… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، حمزه حسینی ته، د امریکا ستا خبره چه هم کافر او هم ښکیلاک ګر دی،دښمن مو دی ګیله به ورڅخه نه کوو، خو یوه پوښتنه، طالیب ځان ته مسلمان،ملا،عالیم حتی د پیغمبرانو وارث وایی ،نو دوی ولی . په ځانمرګیو ډله ډله مسلمانان عام ولس قتل کوی؟ دوی ولی ړانده ماینونه په لارو کی شخوی؟ په روژه کی په جومات کی یی مولانا ریحان شهید کړ، او ولی اوربند نه کوی؟ طالیب او امریکا په ظلم کی ټاپ روان دی،داعش لږ ورڅخه روسته دی، فکر نه کوم اوس دا ستا په شان احساساتی بیانیه کار وکړی، مسلمان،مجاهد،اولیا هغه… نور لوستل »

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

افغانانو به ویده ضمیرونه به هلته بیداریژي چې کله موژ ټول افغانستان تر چاڼ سره وباسو، په کلیوالی ژبه کې ورته غلبیل وایي.
ترڅو چې کفری میډیا د خلکو اذهان اشغال کړی وی،ترهغې به ضمیرونه ویده وي.
اوسنﺉ نسل داسې بیچاره بې تعلیمه بې تربیي لوﺉ شو چې غژیژي ته به وایې پيریان یي غژه وي.