نړۍ

یمن: دولس مشرماڼي تربرید لاندی راغله دعبدالله صالح دوژلو متضاد خبرونه

the_president_of_yemen(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳) صنعا: د یمن یوه ټلویژیوني شبکه چی دیمن دحکومت دمخالفي ډلي له لوري خبرونه نشره وي، خبرخپور کړي دي چي دحکومت دمخالفی ډلي له لوري دیمن دولسمشر ماڼی ترسخت برید لاندی راغلي اوعبدالله صالح ژوبل شوی دی.

دحکومت دمخالفي ډلی ویاند وروسته خبر ورکړ چي عبدالله صالح دسختو ټپونو له امله وژل شوی دي، خو حکومتي چارواکو تراوسه پوري دولسمشر عبدالله صالح وژنه نه ده تائید کړي،

دیمن دحکومت رسمي ویاند له خبري رسنیو سره په خبروکي وویل علي عبدالله صالح ته کوم زیان نه ده اوښتي، ډیر ژر به راڅرګند شی او اولس ته به وینا وکړی.

 

عبدالله الجنادي چي په یمن کي داطلاعاتو اوکلتور وزارت مرستیال دي، لږ ګړي مخکي درویټر خبري اژانس ته وویل، ولسمشر علي عبدالله صالح روغ رمټ دي، نوموړی داومنله چي ځیني لوړپوړي چارواکي دمخالیفینو له لوري په ډزو کي ژوبل شوی دي.

نن دجمعي په ورځ دمخالیفي ډلي له لوري چي دیوي ځواکمني قبیلي له لخوا رهبري کیږي دیمن دولسمشر ماڼي په توپوسره ویشتلي وه، شنونکي وایی نني برید چي دځواکمنو قبایلو لوري ترسره شوی دي دابه دعبدالله صالح مخالیف لوری ته یو نوی ځواک وروبخښي ترڅو نوموړي دی ته اړباسي چي له دیرش کلن واک څخه لاس په سر شي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x