سیرت النبي صلی الله عليه وسلم«لومړی برخه»

ثناءالله معصوم

داسلام او بشریت ستر لارښود، د نفاق، فحشا ، جهل او ظلم د ورکولو لوی رهبر، هغه چې د سپین مخ ښکلا ته یې د بدر ښایسته سپوږمۍ ماته وه، هغه چې له نوره یې تیاره نړۍ د ښايست څپو واخیسته، هغه چې په راتلو یې د لات، منات او عذات ډبرینې تنې زره زره شوې، هغه چې په آتش کدو کې په ناستو درندګانو یې د ارامي او سکون خوبونه حرام کړي ؤ.

هغه چې د ښکلاؤ خالقﷻ په خپل حسین کلام موصوف ګرځولی ؤ.

هغه چې په فراق یې لکه غرونه سړي په ملا رامات کړل،
هغه د درست بشر لپاره رحمت له نن نه۱۴۴۱ کاله مخکي د ښايستونه منبع او د ښکلا په صفه (مکه معظمه)کې د بي بي آمنې د لمن نور شو.

مبارک نسب یې :

محمد ﷺ  د عبدالله صاحب زوئ او د عبدالمطلب صاحب لمسی تر یوشتم نیکه پورې یې نسب کې علماء متفق دي.
عبدالمطلب بن
هاشم بن
عبد مناف بن
قصی بن
کلاب بن
مرته بن
کعب بن
لوی بن
غالب بن
فهربن
مالک بن
نفر بن
کنانته بن
خزیمته بن
مدرکته بن
الیاس بن
مضر بن
معد بن
عدنان
په قریشو کې دبني هاشمو په قبیله کې یې نسب راته.
دمور بي بي نوم یې آمنه بنت وهب و، رضاعي مور یې بي بي حليمه وه، چې دبني سعد دقبیلې وه.

د رسول الله ﷺ  مبارک څلور لورګاني وې:

بي بي زینب چې د ابوالعاص ابن ربیع چې دنبي ﷺ د خاله زوی ؤ  په نکاح کې وه
بي بي روقیه
بي بي ام کلثوم
دواړه دعثمان رضی الله عنه   په نکاح کې وې
بي بي فاطمه
دحضرت علي رضی الله عنه په نکاح کې وه.

درې زامن یې وو

عبدالله، قاسم او ابراهیم

یولس تنه یې بیبیانې وې

بي بي خدیجه بنت خویلد
بي بي سوده بنت زمعه
بي بي حفصه بنت عمر
بي بي عایشه بنت ابوبکر
بي بي زینب بنت خزیمة
بي بي ميمونه بنت حارث
بي بي ام حبیبة بنت ابی سفیان
بي بي ام سلمة
بي بي زینب بنت جحش
جویریة بنت الحارث
بي بي صفیه بنت حيي
او اولاد یې بغیر له ابراهیم نه نور ټول له خدیجة الکبرا رضی الله عنها څخه وو.

در سول الله ﷺ  پیدایښت:

رسول الله ﷺ  په ۵۷۰ میلادي کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نیټه ددوشنبې د ورځې دسهار په وخت په مکه معظمه کې د عبدالله صاحب په کور کې دبشریت ستر لارښود دې نړۍ ته سترګې وغړولې، دا هغه وخت و چې عبدالله صاحب له شام نه بیرته مکې معظمې ته په سفر و او مدینه منوره کې مریض او بیا وفات شو
ددې یتیم ماشوم په راتګ دده مبارکه کورنۍ او ټول د مکه مکرمې اوسیدنکې زیات خوشحاله و.

د حضرت محمد ﷺ  دپیدایښت له ورځې سره سم په نړۍ کې داسي خارق العادة کارونه وشول چې له دې مخکې نه ول شوې.

د فارس په آتش کدو کې هغه اورونه  چې په زرګونو کاله نه ول مړه شوې  ناڅا په مړه شول همدا راز د ساوې دسيمې د جهيل(سیند) وچيدۀ هم د هغې شپې يوه معجزه وه.

په عربو کښې له کلونو دا رسم ؤ چې د ښار اوسېدونکو به خپل ماشومان له زوکړې وروسته د ښار اطرافو کې دشيدو ورکولو لپاره  یوې ښځې ته ورکول.

چې هم په صفا او ازادې هوا کښې وروزل شي او هم فصيحه عربي ژبه زده کړي چې هغه وخت په کليو کښې دا دود او رسم ډيره وه.

حضرت محمد ﷺ  درې ورځې  د خپلي  مور شیدي خوړلي دي اوبیایې دشيدو لپاره بي بي حليمه ته ورکړ.

کله چې بي بي حليمه  محمد ﷺ  له ځان سره خپلې قبیلې ته يوړو په دغه وخت کې دغه د بني سعد قبيله په قحتۍ او غريبۍ کښې اخته وه خو چې کله حضرت محمد ﷺ  د بي بي حليمې “رض”کور ته راوړ  د دغې قبيلې غريبي او بې وزلي ورکه شوه، د سيمې پټي شنۀ او څاروي ښه څاربۀ شول، پخپله د بي بي حليمې حالت هم ډېر ښۀ شو او شودې يې زياتې شوې.

حضرت محمد ﷺ له نورو ماشومانو سره ډیر توپیر درلوده  دحلیمی په کور کی برکت او نعمت ورځ په ورځ زیاتیده.

نبی کریم ﷺ د حلیمې په کور کې پنځه کاله تیر کړل،
خو دغه وخت کې په نبی ﷺ باندې   عجیبه حالاتونه او ځینی نښې لیدل کیدلې بي بي حلیمه په دې ډاریدله  چی خدای مکړه کفار ورباندې  خبر نشې  او دا ماشوم له ما نه ضایع نکړې نو پدې  خاطر بی بي حلیمې نور نه غوښتل چی دا ماشوم له ځانه سره وساتي او تصمیم یې ونیوه چې هر څومره زر کیږي دا ما شوم مکې ته ورسوي او عبدالمطلب ته یی تسلیم کړي.

حضرت محمد ﷺ  ۶ کلن ؤ چې مور یې وفات شوه ددی نه وروسته د حضرت محمد ﷺ   سر پرستي  نیکه عبدالمطلب په غاړه واخیسته کله چې  حضرت محمد ﷺ  د ۸ کلو او ۷ میا شتو شو نو نیکه یې هم وفات شو دهغه نه وروسته دده سرپرستي د ده د کاکا ابوطالب په غاړه شوه ابو طالب دده په سرپرستي  کې  ډیر زیات کوښښ کاوه او کله چی به ابوطالب شام ته تجارت په سفر ته  نو حضرت محمدﷺ  به یې هم له ځانه سره بولو.
بلآخره چې عمر یې څلويښت کاله شو د الله ﷻله طرفه په رسالت مبعوث کړل شو.

ورسته له بعثته مکې او مدني زندګې ..

په  دویمه برخه کې ان شاءالله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زبیح الله
میلمه
زبیح الله

بارک الله