نعتیه شعر/ جابر کندهاری

جابر کندهاری

ارمان دي د ديدن پر  زړه يو ګل دی راسره

خوشبو عطر محل غوندي کوګل دی راسره

د ډيرو مينه نه کړمه د ډيرو ساتل ګران دي

يو ستا زړه به د ځان کړم دا تکل دی راسره

ښکل کړي چي قدم وي ستا ډاډه ورباندي ځمه

پرکومه لارچي ستا د موزو پل دی راسره

يا دم دمسیحا دی او يا فورمل د لقمان دی

يا ستاياد رنځور زړه ته يو درمل دی راسره

حساب کي به نکيرمنکرته يوشي پيش کومه

سند د چا د ميني مکمل دی راسره

تحفه کي سرمايه غمی زړګی در وړم و تاته

رقيب راسره مل د لاري غل دی راسره

مکي جانان جابره مدني سودا مي بخت دی

يثريب يمه د بخت ستوري ځل بل دی راسره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

آفرین. ښکلی نظم او ښکلې محتوا ده.