د امریکې وفا له خپلو دوستانو سره

ژباړه او زیاتونه: مولوي نور احمد نور

د جنوبي ویتنام په پایتخت جنوبی سائیگون کې د امریکا د سفارت خانې پر بام چورلکې درېدې او له هغه ځایه یې امریکایي پو ځونه وړل. دا څو زره امریکایي پو ځیان د هغو پنځه لکه پوځیانو پاتي شوني و چې په ویتنام کې د امریکې د شکست او تړون وروسته انتقالیدل.

د۱۹۷۵  د اپریل پر ۳۰ تاریخ د دې چورلکو خصوصي پروازونه جاري وو. امریکایي پوځیان دومره په تادۍ کې و چې په چورلکو پسي ټالیدل. په همدې وخت کې په امریکایي مخابره باندې دا پیغام نشر شو چې تقریبا څلور نیمه سوه ویتنامي چارواکي چې تر یوې لسېزي زیات یې له امریکایانو سره د خپلو وروڼو په عام وژنه کې شرکت کړی سفارت ته دننه شوي او غواړي په چورلکو کې له امریکایي پوځیانو سره یو ځای امریکې ته و تښتي.

د دې ټولو عملیاتو مشر میجر جیمز کین (James kean)د  مخابرې له لارې خپلو مشرانو ته وویل چې د سفارت خانې حالت بالکل داسي شوی دی لکه د سمند په ساحل د جوړ شویو فلمونو څخه  د یو فلم منظر چې وي. سهار وختي په اوه بجې او ۵۱ منټه امریکایي چورلکه CH46 په هوا کې ښکاره شوه او په یو پټ کوډ کې یې سفارت خانې ته دا پیغام پرېښود ”Swift 22”.  د دې پیغام مطلب داو چې دا اخیرنی پرواز دی.

کله چې اخیرنی امریکایي پوځي چورلکې ته پورته شو او مشر د چورلکې د دروازې له بندولو وړاندې پر بام موجودو د امریکې وفادارو څلورنیم سوه ویتنامیانو ته په ویتنامي ژبه داسي وویل: ”Khong ai se bi bo lai” چې مطلب یې دا و چې موږ به له تاسي څخه هیڅوک هم دلته پرې نه ږدو. مګر هغه بد نصیبه ویتنامیان ټوله ورځ د امریکې د سفارت خانې پر بام ولاړ وو او د اسمان لورته یې سترګې نیولي وي خو بیا هیڅکله هم هغوی ته چورلکې رانغلې.

نن همدا حال په شام او عراق کې د کردانو دی او له افغانستان هم امریکا خپل پوځونه په پټه سوکه سوکه باسي .

دافغانستان حالات بالکل د ویتنام په ډول دي چې هلته هم همداسي د مذاکراتو کیسې  رواني دي لکه په ویتنام کې چې د چریکیانو د مشر لي ډک ټو(Le Duc Tho) او هینري کسنجر  تر منځ مذاکرات روان و. د دې تړون کمال دا و چې په پایله کې د امریکا په اشارو نڅیدونکی د جنوبي ویتنام حکومت بالکل ختم شو بلکې د امریکایي پوځ له وتلو وروسته د امریکا ملاتړی د جنوبي ویتنام به نوم هیواد د دنیا له نقشې ورک شو او په ټول ویتنام باندې صرف له امریکا سره د جنګیدونکي هوچي من او د هغه د سرتیرو حکومت و.

لکه څرنګه چې امریکا خپل وفادار یوازې پرېښودل او وتښتېده نن همغه ډول حال د اتلس کاله امریکا د وفادارو افغانی چارواکو دی.  امریکا سوکه سوکه له افغانستانه پښې سپکوي او لیري نه ده چې افغان چارواکې به د طالبانو رحم وکرم ته پاتي وي.. هغه طالبان چې د امریکا طاقت او ټیکنالوجي مات نکړای شول د امریکا په اخور پالل شوی حکومت به یې څه مقابله وکړای شي.. .

مګر د بې وفایي او دوکې کوم باب چې امریکا له کردانو سر پیل کړی هغه د امریکا د فریب او دوستانو په سینو کې د خنجر ټومبلو یو بد مثال دی.امریکایي پوځیانو په شام کې کردان یوازي پرېښودل او خپل ځانونه یې وایستل او بې وسه کردانو په خوارو سترګو د امریکا د بې وفایي ننداره کوله.

په تېرو سلو کلونو کې له کردانو سره دا دامریکا اتمه دوکه ده.

د دې اتو واړه دوکو تاریخ د  ”The intercept” کالم لیکونکي جان شوارز (Jon Schowarz) په خپل یوه مضمون کې په ترتیب سره لیکلی دی. نوموړی لیکي امریکا او اتحادیانو کردانو ته لومړۍ دوکه هغه وخت ورکړه کله چې په 1920 له هغوی سره تړون وکړ چې که هغوی د عثماني خلافت پر خلاف د دوی ملګرتیا وکړي نو هغوی ته به یو مستقل هیواد ورکول شي، دې تړون ته  Treaty of sevres ویل کیږي. خو په 1923 کې یو بل نوی تړون وشو چې Treaty of Lausanne ورته ویل کیږي، چې په نتیجه کې یې کردان په پنځو هیوادونو کې  وویشل شول.  امریکا کردانو ته اسلحه ورکړه، د ازادي خوب یې ورباندې ولید او هغوی د ترکيې په هیواد کې د کرد جمهوریت اعلان وکړ. خو امریکا او برطانیه د ترکیانو تر شا ودریدل او کردان یې یوازي پرېښودل.

کردانو ته دوهمه دوکه هغه وخت ورکول شوه کله چې کردانو ته د عراق د اولس مشر  عبدالکریم قسیم پر خلاف د جنګیدلو لپاره اسلحه ورکړل شوه، خو په عین حال کې د قسیم د حکومت چپه کولو لپاره د صدام حسین سره کومک وشو. صدام چې کله کامیاب شو نو کردانو ته د اسلحې ورکړه ودرول شوه او صدام د خپل قوت په زور هغوی ایل کړل. په 1970کې چې کله صدام او عراقي حکومت د شوروی اتحاد په کمیونست بلاک شامل شول  نو امریکې د ایران د شاه په مرسته ایراني کردان مسلح کړل تر څو هغوی په عراق کې جنګ وکړي. صدام د شمال لورته پرمختګ وکړ او امریکا د صدام او شاه ایران تر منځ سوله وکړه. له کردانو سره مرستې وځنډول شوې او زرګونه کردان د بې وسۍ په حالت کې ووژل شول. دا د امریکا درېیمه دوکه وه.

څلورم ځل صدام په  1980 کې د کردانو خلاف کیمیایي وسله وکاروله چې امریکا ورباندې خبره وه. کانګریس په صدام حسین د بندیزونو وړاندیز وکړ چې رد کړای شو ځکه صدام په دې وخت کې له ایران سره په جنګ کې د امریکا ګټې پوره کولې.

پنځم ځل کله چې په 1991 کې په لومړي عراقي جنګ کې امریکا پر عراق بمبار شروع کړ نو جارج بوش د عراق شیعه او کردانو ته وویل چې هغوی دې د صدام د پوځ پر خلاف د امریکا سره همکاري وکړي. هغوی همداسي وکړل. مګر په همدې جنګ کې عراقي پو ځیانو په زرهاوو باغیان ووژل او د امریکا پوځ یې ننداره کوله.

شپږم ځل له همدې جنګ وروسته امریکا له کردانو سره د خواخوږۍ اظهار وکړ او له ځان سره یې ملګري کړل. مرستې یې ورسره وکړي او بیا مسلح کړل. په همدې وخت کې همغه اصطلاح کار شوه کومه چې نن د طالبانو لپاره کاریږي یعنی ”گُډ کرد” او ”بیډ کرد”. گــــُډ کردان  یا ښه کردان عراقیان وو او بد کردان په ترکیه کې اوسیدونکي کردان. په دې ډول ترکیې ته جدیده وسله ورکول شوه چې په هغه یې د کردانو زرهاوو کلي ختم کړل.

اومه دوکه تر ټولو لویه دوکه وه چې امربکه له کردانو سره وکړه. پر عراق باندې له حملې څخه وړاندې کردانو ته د ازاد کرد ریاست تمه ورکړل شوه. هغوی له عراقي شیعه ګانو سره اوږه په اوږه د امریکا ملګرتیا وکړه. صدام حسین شکست وخوړ مګر کردان بیا هم په وینو کې له لمبیدا خلاص نشول. اوس خو هغوی د دې جنګ ځپلي زون تر ټول ډیر متأثرین دي. شام، عراق ترکیه او ایران ټولو د دوی وژلو ته مټي بډ وهلي. د عراق د حکومت له جوړیدلو وروسته دا دی کلونه اوړي مګر کردان اوس هم خوار او ذلیل دي. او لا هم د امریکې چلونه له کردانو سره روان دي.

اتمه دوکه هغه وخت پیل شوه کله چې د کردانو جنرال امریکایانو ته وویل: چې تاسي د ترکیې په مرسته موږ وژل غواړئ، نو موږ مجبور یو له روس سره د انډیوالۍ تار و غځوو. خو له دې وروسته ترکیې په شام حمله وکړه او امریکې شام روسیانو ته پرېښود او په خپله یې پښې سپکې کړې.

کردانو د ډیري بې وسۍ په حال کې دا ننداره هم وکړه چې دا خو هغه روس و چې موږ امریکا پرې ډاروله مګر اوس خو دا دی روس زموږ د ځپلو په تکل دی.

د افغانستان د اجیري اداري چارواکې که له ویتنام څخه عبرت نه اخلي لږ تر لږ د کردانو حالت ته خو دې وګوري چې امریکا ورسره څومره وفا وکړه.

همداسي به یو ورځ امریکا له افغانستانه د ټولو پوځیانو د وتلو اعلان کوي او افغان چارواکي به په تش میدان پاتي وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مولوی نوراحمد نور ته،
د امریکا غلامانو،او هم د پنجاب روسیه ایران غلامانو مخکی له مخکی دخپل ځانونو فامیلونو غم کړی دی،
فقط موږ دا عام ولس الله ج پناه وروړی ده،
دا ظلم هم په موږ باندی راوان دی،
طالیبان،امریکایان،داعش په ګډه سره زموږ د ولسی عام خلکو وژنی پلانونه جوړوی.
طالیبان مو په ځانمرګیو،په ړاندو ماینونو وژنی،امریکایان مو په طیارو،داعش مو په رنګارنګ بمونو الوزوی،
ولس ته.د طالیب،داعش،امریکایی، دولتی،په ظلم او قتل کولو کی هیڅ کوم فرق نشته