افغانستان

اجرائیه ریاست: د چین بین الافغاني ناسته تر راتلونکو دوو اونیو پورې رابلل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وایي، په چین هیواد کې د افغان لورو تر منځ بین الافغاني ناسته تر راتلونکو دوو اونیو پورې رابلل کېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند «امید میثم» طلوع نیوز ته ویلي « تمه ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې یو پلاوی بجینګ ته ولاړ شي،  هلته په جوړېدونکې بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي او خپل وړاندیزونه او مشورې له ګډون کوونکو سره شریکي کړي.»

د بجینګ بین الافغاني ناسته، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې راوبلل شي، د چین هیواد په هڅو جوړېږي او داسې هیلي شته، چې ښایي د طالبانو او حکومت په ګډون د افغان کړکېچ افغان جهتونه پکې راوبلل شي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د بجینګ په ناسته کې د ګډون اوازو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې چین ورته په یاده ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې.

دوی ددې تر څنګ ټینګار کړی وو، چې د ناستې ګډونوال به د هيڅ لوري استازیتوب نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x