افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې د خپلو جنګیالیو د تسلیمیدو خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په ننګرهار ولایت کې یو شمېر داعشیان چې ددوی له محاصرې وتلي وو؛ خپل حکومت ته تسلیم شوي او په یادو کسانو کې ددوی جنګیالي شتون نه لري.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «نن یوځل بیا په ننګرهار کې دمجاهدینو دعملیاتو له امله ۳۲ تنه داعشي فتنه ګر چې کورنۍ ورسره دي دکابل ادارې ته تسلیم شوي. مزدور دښمن ادعا کړی چې په تسلیم شوو کې داسلامي مجاهدین هم شته.»

مجاهد زیاتوي «موږ دا پروپاګند ردوو. یاد داعشیان خپل اصل ته ورګرځیدلي، خو مجاهدین د تسلیمیدو خلک نه دي.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت ځایي چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه، چې ۳۴ تنه داعش او طالب جنګیالي ورته تسلیم شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x