
غزل؛ شفاعت ريحان
شفاعت ريحان
هېرول مې د لالي بېخي ستونزمن دي
پرېښودل د دې سړي بېخي ستونزمن دي
مينه، درد، بېلتون، او هجر د يارانو
دا کارونه خدای راستي بېخي ستونزمن دي
زړۀ! د چا په محبت کې ليونی شي
رَغَوَل د ليوني بېخي ستونزمن دي
د هيواد مشرقي څنډې اور اخيستی
ولاياتِ جنوبي بېخي ستونزمن دي
پکي پيل د ګلاب ځوانيو لَوْ شي
موسمونه د سپرلي بېخي ستونزمن دي
شفاعته! له دې درو نه دي خدای ساته
غم او ياد او عاشقي بېخي ستونزمن دي
شفاعت ريحان