د زندیق د کور قران

حامد افغان

قاضي عبد الوهاب بن علي بن نصر رحمه الله بغداد کې د مالکي مذهب ستر او منلی امام و. ابن بسام په الذخیرة کې لیکي: بغداد کې دا مهال د علم او فضل خاوندانو ته توجه نه کېدله او دا د عراق هیواد د خلکو عادت جوړ شوی و، نو قاضي عبد الوهاب اراده وکړه چې بغداد پریږدي او مصر ته ولاړ شي.

کله چې له بغداده کوچېدی ګڼ شمېر خپلوان، ملګري او شاګردان یې رخصتیدا ته ورته راټول شوي وو، هغوی د ده پر جدایي تاسف او خپګان ښکاره کوه او خپه ول، خو قاضي عبد الوهاب خبره ورډانګ پېيلې کړه او ورته کړه یې: په الله قسم کوم، که ستاسو منځ کې مې هره ورځ دوه وچې ډوډۍ موندلی شوی؛ هیڅکله به نه وم درنه جدا شوی. په دې سره هغوی سرونه ځوړند او چوپ پاتې شوه.

قاضي عبد الوهاب رحمه الله له ژور علم، پوهې، فقهې، عبادت او تقوی سره د وخت وتلی او منلی شاعر هم و، د بغداد پرېښودلو پر مهال یې له خپل هیواد او بغداد سره د مینې او جدایي د سختي په اړه دردونکی شعر ویلی دی او داراز یې د بغداد خلکو هغه بد عادت په اړه هم شعر ویلی دی چې لوړه یې ابن بسام یادونه کړې ده.

بغداد دار لأهل المال طیبة
و للمفالیس دار الضنک والضیق

ظللت حیران امشي في ازقتها
کأنني مصحف في بیت زندیق

یعني بغداد د شتمنو خلکو لپاره ښایسته ښار او ښه کور دی، خو د غریبانو لپاره د زړه تنګي او تنګسیا کور دی. زه به چې د بغداد ښار کوڅو کې روان وم حیران دریان به وم! ګواکې زه د زندیق کور کې قران وم.

ویل کېږي مصر ته په لاره د سوریه په “معرة النعمان” ښار هم ورغی او هلته فیلسوف الشعراء ابو العلاء المعري مېلمه کړ، د هغه له عزت او درنښت سره یې په یوه شعر کې د ده د علم او شعر زیاته ستاینه وکړه. هغه یوه بند کې د قاضي عبد الوهاب په اړه وایي چې هغه په علم کې امام مالک او په شعر کې امرء القیس دی!

کله چې مصر ته ولاړ هلته یې له اقتصادي اړخه ګذاره روانه او ژوند یې ښه شو، خو هغه د پښتنو په ګای “چې باغ پوخ شو، باغوان کوږ شو” قاضي صیب هم ناروغ شو او وفات شو! او د مرګ ناروغي د مهال دا جمله یې متل غوندې وګرځېدله: ” لما عشنا؛ متنا ” یعني چې کله زموږ ژوند برابر شو؛ مړه شوو! او په کال: (۴۲۲هـ) کې وفات شو. رحمه الله تعالی

د علامة عبد الله کنُّون له “ادب الفقهاء” نه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د