
په دوامداره توګه د لاسونو یخوالی، لاملونه او حل لاره یې!
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۹ل): ځینې خلک په ګرمه هوا کې هم په دوامداره توګه د لاسونو یخوالي ستونزه لري، چې دا په څه دلالت کوي؟ دلته یې لاملونه او د حل لارې درښیو!
ددې پوښتنې ځوابولو لپاره ډاکټر «هانس میشائیل مولنفیلد» څرګنده کړې چې په دوامداره توګه د لاسونو یخوالی د ځینو جدي ناروغیو رامنځته کېدلو د خطر لپاره زنګ دی، لکه د وینې جریان کې ستونزې چې په سمه توګه لاسونو ته وینه نه رسیږي، د زړه کمزوري کېدل، د مرغړۍ فعالیت کمزوري کېدل، د هرمونونو ناسم چلن او د میټابولیک سیستم خرابوالی.
لاملونه یې: د وینې ناسم چلند، د وینې کمښت، شکر ناروغي، روماتیزم ناروغي، د ځینو درملو خوړلو برعکس اغیز، سګریټ څکول، رګونو کې د وینې وچوالی، د مرۍ یا مرغړۍ ستونزې، ذهني فشار او خپګان، چاغوالی او داسې نور، د لاسونو یخوالي لاملونه کیدلای شي.
حل لاره یې: دغې سترو ناروغیو ته په کتلو د جرمني عمومي متخصص د دوامدره یخو لاسونو تر شا د اصلي لامل مشخص کولو لپاره بیا هم د ډاکټر سره په مشوره ټينګار کوي.
دغه راز سپارښتنه کوي چې د ورزش او تمرین له لارې د وینې جریان چټک او فعال کړل شي، ځکه چې د لاسونو یخوالي یو لامل بدن کې د وینې جریان ناسم چلند دی، ددې لپاره غوره تمرین د بایسیکل چلول یا منډه وهل، او د لامبو وهل دي، چې په اوونۍ کې درې واره د ۳۰ دقیقو لپاره تکرار شي. دغه راز د ویټامن سي او بي څخه ډک خواړه هم ددې لپاره ګټور دي.
د لاسونو یخوالي ناروغي هغه مهال زیاته ګواښونکي ثابتیږي کله چې د لاسونو رنګ شین یا سپینوالی ومومي، لاسونو کې بې حسي محسوسیږي، د لاسونو پوستکی یا جلد کې ټينګوالی یا سختوالی راشي او لاسونه تڼاکې یا زخمي شي.