
لا لیګا لیګ: میسي د رونالډو د زیات هیټریک وهلو ریکارډ مساوي کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د برسلونا لوبډلې مشهور ستوري لیونل میسي تېره شپه په اسپانوي فوټبال لیګ «لا لیګا» کې درې ګولونه ووهل چې لوبډلې ته یې په ۴-۱ بریا ورکړه.
۳۲ کلن لیونل میسي وتوانېد په لا لیګا لیګ کې ۳۴ هیټریکونه ووهي، نوموړي په دې سیالۍ کې د رونالډو د زیاتو هیټریکونو وهلو ریکارډ هم مساوي کړ.
د ارجنټاین هېواد نامتو ستوري په دغه سیالۍ کې چې د سلتا ویګو پر وړاندې ترسره شوه، درې ګولونه چې لومړی یې د پينالتي څخه په ۲۱مه دقیقه کې او دوه نور یې په فري کیک سره په ۴۶مه او ۴۹مه دقیقه کې وو ووهل.
تر دې دمه میسي د فوټبال په کیرئر کې ۵۲ هیټریکونه وهلي دي چې ۴۶ یې د برسلونا لوبډلې او ۶ یې د خپل هېواد ارجنټاین لپاره وهلي دي.
Another chapter in the history books…
Messi now has 3⃣4⃣ HAT-TRICKS in #LaLigaSantander! 💥 #BarçaCelta pic.twitter.com/NGEpoEjT9J
— LaLiga English (@LaLigaEN) November 9, 2019
که څه هم میسي د فوټبال روانو سیالیو په پېل کې د ټپي کېدو له کبله له یو شمېر سیالیو بهر و خو اوس هم د یاد لیګ دویم زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی، نوموړي ۸ ګولونه وهلي خو کریم بینزیما چې ټولې لوبې یې ترسره کړي په ۹ ګولونو لومړی دی.
میسي وتوانېد یو وار بیا لوبډله د جدول سر ته وړاندې کړي، له دې وړاندې ریال مدرید خپلې سیال لوبډلې ایبار ته په ۴-۰ ماتې ورکړې وه چې لومړی مقام یې خپل کړی و خو برسلونا د ګولونو په توپیر بیرته لومړی مقام ونیو.
د یادونې وړ ده چې لیونل میسي له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د برسلونا لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې په لړ کې یې لومړی هیټریک د ریال مدرید لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۰۷م کال کې وهلی و.
Don't miss Messi's majestic free-kicks! 👽👽
📺 Highlights #BarçaCelta pic.twitter.com/k2KIudEebR
— LaLiga English (@LaLigaEN) November 9, 2019