افغانستان

امنیت شورا له طالبانو سره د حکومت د پلاوي لیدنه رد کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې یو شمېر رسنیو د حکومت له پلاوي سره د طالب استازو د لیدنې خبر ورکړ، امنیت شورا یې په غبرګون کې یاد خبرونه بې بنسټه بللي او له طالبانو سره یې ناسته رد کړې.

د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «کبیر حقمل» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د ملي امنیت شورا یا حکومت هیڅ پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه کوم هیواد ته نه دی تللی.

د حقمل په خبره، د سولې په برخه کې ددوی دريځ ډېر واضح دی او په دې برخه کې شوي پرمختګونه وخت په وخت له خپل ولس سره شریکوي.

ملي امنیت شورا داسې مهال له طالب پلاوي سره د حکومت د استازو لیدنه ردوي، چې یو شمېر رسنیو تېره ورځ د دواړو لورو تر منځ د ناستې راپورونه ورکړل.

که څه هم طالبانو تر دې دمه ددې لیدنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې دوی په بیا، بیا یاده کړې وه، چې له کابل حکومت سره د حکومت په حیث خبرې نه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x