افغانستان

تیفا: د رایو بیا ځلې شمېرنه د اساسي قانون خلاف ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان  په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ «تیفا» وایي، د کمېسیون له لوري د رایو د بیا ځلې شمېرنې پیل شوې پروسه د اساسي قانون خلاف ده.

د تیفا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې له وخت بهر او هغو رایو ته چې بایومټریک معلومات یې شتون نه لري، اعتبار ورکول د ټاکنیزو ټکتونو له لوري د ټاکنو د پایلو نه منلو ته زمینه برابروي او کولای شي د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د ټاکنیز بحران بیا ځلې تکرار ته لار خلاصه کړي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « تیفا د ټاکنو له کمېسیون غواړي څو له تصویب شویو قوانینو او لایحو سره سم عمل وکړي او په دې توګه د افغانستان خلګو ته د یوې شفافي ټاکنیزې پروسې اطمنان ورکړي.»

تیفا داسې مهال د رایو بیا ځلې شمېرنه د اساسي قانون نقض بولي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې»، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د « سولې او اسلامي عدالت» ټاکنیزو ډلو هم د رایو له بیا ځلې شمېرنې سره پریکون اعلان کړی او یاده پروسه یې غیر قانوني بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x