ډاکټر ځلاند: د سولې راتلو لپاره ښه زيري لرو او طالبان د واک انحصار نه غواړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند د ليکوالو او سياسي چارو د کارپوهانو د نهه کسيز پلاوي په ملتيا د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره د افغانستان بحران په سياسي حل خبرې کړي دي.

ډاکټر ځلاند له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تېره ورځ يې د شيخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره د سولې په اړه هر اړخيزه ناسته درلوده.

ډاکټر ځلاند زياته کړه، چې طالب ديپلوماتانو سره يې د سولې خبرو د درېدو په لاملونو، د مذاکراتو د بيا پيلېدو په شونتيا، د بين الافغاني خبرو او راتلونکي حکومت په جوړښت او څرنګوالي خبرې کړي دي.

ولس او ځوانانو ته د طالبانو پيغام

د ډاکټر ځلاند په خبره طالبان د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره دا پيغام درلود، چې طالبانو له امريکا سره د نهوو پړاوو مذاکراتو پر مهال دا ثابته کړې، چې دوی د نظامي مقاومت سربېره د افغانستان بحران سوله ييز حل ته هم ژمن دي او کولی شي، چې روانه کشاله له سوله ييزې لارې حل کړي.

هغه وايي، له طالبانو سره د لومړنۍ ورځې ناستې پر مهال ورته روښانه شوې، چې سوله راتلونکې ده او طالبان د سیاسي جهتونو سربېره له ځوان قشر سره په قطر او نورو مناسبو ځايونو کې خبرو ته تيار دي.

ډاکټر ځلاند وويل، چې نن دوشنبه به هم د طالبانو له ديپلوماتانو سره د سولې، روان تاوتريخوالي د کمولو پر لارو چارو او ورته نورو مسائلو خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې له کابل څخه قطر ته په تللي پلاوي کې د ډاکټر ځلاند سربېره د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون، نېکمل، نظر محمد مطمئن، شفيع اعظم، اسد وحيدي، ولي الله شاهين او خیرالله شينواري ملګري دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
10 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ځلاند صاحب، مطمن صاحب ، اعظم صاحب په ګډون ټول له نزدی پیزنم ټول ښه او د اسلام ، خلکو او وطن مین خلک دی د سولی سره مینه لری . د دوی د تګ دغه لیوالتیا او ابتکار د دوی ښه والی لا په ډاګه کوی . د ځلاند صاحب دغه زیری چه سوله راتلونکی ده په ځای او رشتونی زیری دی دا ثواځی د قطر د هغو طالبانو خبره هم نه ده چه سولی ته څومره ژمن او یا د سولی د پاره څومره نه ستړی کیدونکی هڅی او هلی ځلی لری ، د ټولو هغو شهیدانو وینی… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

نشست باکمونستان بی دین و معاشخوران سفارتخانه صلیبی جفا توهین بخون شهدا میباشد. وقتیکه کفار بر سرزمین مسلمانان حمله کند بر همه مسلمانان همان سرزمین جهاد فرض عین میگردد، و مکلف اند که قبل از هرکاری باید در مقابل کفار بجنگند.

جميل
میلمه
جميل

محترم مهمند صاحب !
احساسات دينی شما قابل قدر است ، ولی آزادی خواهان مجاهد را جفاکار خطاب کردن خود جفا و توهينست به مجاهدين راه حق و آزادی طلبان اين سرزمين .

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

محترم ځلاند صاحب دطالبانودسازمان داتحادموجودیت په ټولوولایتواواولسوالیوکی دایران دخبرګان په شکل حطمی دی که نه وی هیڅوک ځان دملک مالک اوساتندوی نه بولی بیامنافقین قدرت په چل اوفریب اخلی دکفاروسره دملک دقبضی پټ تړون کوی لکه ترکی،ببرک کارمل،نجیب ګو،کرزی،اوغنی چه ملک یی په کلوکلوپه لوی مصیبت کی اچولی وو طالبان تنهاباید مخلصواودینداروسیاسینوته په ولایتواواولسوالیو کی دانتخابیدودپارموقع ورکی که سیاسی قدرت ددوی په لاس کی وی دټول ملت تجربه ده چه دملامحمدعمرحکومت ملک څه درجی ته ورساوۍ داسی نه ووچه ملامحمد عمرپاک اومخلص نه ووبلک مفسدینوخطایاستۍ ملک یی په بربادکۍ دخپل ملک له توانه ناخبره وودافغانستان دښمنانووداسی کندی ته پریواهۍکه حکومت… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

په فضائی فزیک کی یوه پدیده شتون لری چی نوم ئې تور غار یا توره خالیګاه یا حفرة الاسود دی دا غار دومره زبېښونکی دی چی حتی نور ( رُڼا) هم پخپل ستونی کی محو کولای سی. بلی د روانی یوې پېړۍ په اوږدو کی زموږ د هیواد ټول واکداران او سیاسی او عقیدتی او فکری او ایډیولوژیک مکتبونه او همدارنګه لوی حریص اربابان او استعمارګران د افغانستان د موجودیت په منظومه کی ددې حفرة الاسود غېږی ته ورغلی او د ټولو پلانونه پکی محو سوی دی. د پښتون اسمعیل یون او د مستشرع طالب ناسته پر یوه مېز هغه… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

انډیواله له فزیک څخه لري اوسه ، انسانان په غلطه لاره مه رهنمایې کوه! !!
هغه شی لیکه چې په معنا یې پوهیږې !!

عبدالله
میلمه
عبدالله

زلاند صاحب، مطمین صاحب او فاروق اعظم صاحب دی د سولی اروند خپلی طرحی هم د طالب او هم د حکومت لپاره سره واحده کری او دوارو ته یی وسپاری که سه هم هم حکومت غلام دی او هم طالب بیاهم کیدایسی ورخخه تر حده استفاده وشی. شه به داهم وی چی دخلگو سره شریکی شی چی دوی سه وایی او سه لری.

عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

او چي نه مرې ای همته لابه واورې
د مهال دي کانې ډېري رنګ په رنګ

جميل
میلمه
جميل

نه پوهيږم چی ځلاند صاحب د ولس په استازيوب تللی دی او که د غلام غنی . د ځوانانو سره خبری څه معنی ؟ آيا د طالبانو په صفوفو او مشرانو کی ځوانان نشته چی دوی غواړی ځوانان د طالبانو څخه جلا وښيی ، د طالبانو تحريک خو جوړ شوی د ځوانانو دی . کوم شی ته چی دوی تشد د(تاو تريخوالی) وايی هغه څه دی چی اشغالګر او د هغو غلامان يی غواړی او غواړی چی پدی ډول خدای مکړه جهاد ضعيفه کړی او په غيرتی فدايانو کی نفاق راولی . ځلاند صاحب ! په تاريخ کی مو په… نور لوستل »

عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

دروند ورور جميل صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله ! زه ښه پوهېږم او تاسو ته هم عرضوم چي د طالبانو کرامو حفظهم الله له خوا قطر ته د دغو کسانو ور غوښتل او د هغو سره ليدل د مهال د تقاضا، سياست او مصلحت له مخي دي. دې کار ته د طالبانو د هڅولو يا اړايستلو په هکله د ځينو هغو کسانو مستقيم او غير مستقيم رول هم اغېزمن واقع سوی دی چي اشغالګرو ته تسليم سوي، د هغو په پنا کي اوسي او په ډالرو يې د پانګي او ارګاه بارګاه څښتنان سوي دي، خو اوس يې د… نور لوستل »

هدی
میلمه
هدی

جالبه ده د سولي د مذاکراتو لپاره په ټول هیواد کي نور هیڅوک پیدا نه سول چي دا یو څو د امریکایانو چوپړیان او ډالر خوران دوحی ته غوښتل کیږي؟! دا ټول هغه کسان دي چي بیو ګرافی یې ټولو ته څرګنده ده. هم یې پخوا او هم اوس له خارجیانو څخه کریډیټ اخلي. دوی بیا څوک دي چي موږ ته د سولي د راتلو زیری راکوي؟! آیا دوی دینی عالمان دي، اسلامی شخصیتونه دي، جنګیالیان دي، اسلام او اسلامي فرهنګ پالونکي دي اوکه قومي مشران دي؟؟؟ قرباني چا ورکړې ده او دوحې ته څوک غوښتل کیږي؟! په کوم صفت… نور لوستل »

عادل عادل
میلمه
عادل عادل

يون به د خپل ډمپال تلويزيوني چينل د بقا جاج خامخا اخستی وي

پتنګ
میلمه
پتنګ

نو ر او ډير به دسترګو لیدلی حال نه افشا کوم ، خو خدای پاک د وکړي چې طالبان غلط نشي او ځینې فاسد انسانان، فاسدې او اپورتونسته کړۍ په ځان کې پرينږدي ! شیطان، منافق ، دوه ژبي ، دوه عمله انسانان هر چیرته شته ، پيژندل یې اسانه کار ندی، خو په طالبانو باندې اوس داسې را څرخیږي لکه دشاتو مچۍ !!