افغانستان

دامريکا  لوی درستيز: زموږ عسکر به تر راتلونکو څو کلونو افغانستان کې پاتې وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال مارک ميلي ويلي، د تېرو اتلسو کالو جګړو سربېره به امريکايي عسکر څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.

جنرال ميلي د امريکا له «اې بي سي» تلويزون سره په مرکه کې ويلي، امريکايي عسکر د تروريزم خلاف جګړې لپاره افغانستان ته تللي او لا هم اړتیا شته، چې امريکايي پوځيان څو کاله نور هم افغانستان کې د تروريزم ضد جګړه کې برخه واخلي.

د امريکا لوی درستيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو مکررو څرګندونو کې د افغانستان او عراق جګړې د امريکا په زيان بللي او ويلي يې دي، چې نور بهرنۍ جګړې پای ته رسوي او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته راولي.

بل پلو امريکا غواړي له طالبانو سره د سولې درېدلې خبرې بيرته پيل کړي او د دې لپاره يې د زمېنې برابرولو هلې ځلې روانې کړي دي.

امريکا او طالبانو د افغانستان روانې کشالې د حل لپاره نهه پړاوه مذاکرات وکړل او دواړه لوري ډاډمن وو، چې خبرې نهايي شوي، چې بالاخره د تېر سپتمبر په اتمه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټر پيغام کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمي خلیلزاد يو ځل بيا هڅې پيل کړي، چې له طالبانو سره د سولې درېدلې خبرې بيرته پيل کړي او د دې لپاره يې د زمينې برابرولو په موخه يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي او کېدای شي ځينې نور هم خوشې کړي.

خو طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان بحران د حل او تلپاتې سولې لپاره د ټولو امريکايي پوځيانو وتل اړين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

تاسو نه مخکی ډيرو نورو د بری باټی هم وهلی خو ټوله ناکامه ، شرمنده او ذليله شول .
پدی غيرتی خاوره کی چی څومره ډير پاته شی هغومره به ډير تاوانی شی ، خو دا پياد ولری هر وخت چی وی خامخابه تښتی ، ذليله ، په مړو سترګو او د شرمو سره به تښتی او دا ميړنی هيواد به بيرته و مړو ته ورپريږدی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x