طالبان د امریکا د لوی درستیز په ځواب کې:د اشغال تر خاتمې پورې به د بهرنیو ځواکونو سره جګړه دوام لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز «مارک میلي» په افغانستان کې د خپلو عسکرو په شتون ټینګار وکړ؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، د بهرنیانو د نظامي شتون په خلاف به د افغان ولس جګړه د اشغال تر پایه دوام لري.

د طالبانو له ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې که اشغال داوم پیدا کړي، امریکا به بیا هم په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو په څېر ناکامه وي او له دې لارې به هیڅ لاسته راوړنه ونلري.

طالبانو ددې تر څنګ په افغانستان باندې د امریکا یرغل تېروتنه بللې او په هیواد کې یې د بهرنیو عسکرو د شتون په تړاو  د امریکایي چارواکو «ضد و نقیض» دریځونه د امریکا د دريځ کمزوري او وارخطايي بللې.

طالبانو زیاته کړې «افغانان د هيڅ بهرني هیواد نظامي شتون په خپله خاوره کې نشي تحمل کولای، بلکې په وړاندې به يې جهاد کوي او د اشغال تر بشپړې خاتمې پورې به د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ د امریکا لوی درستیز «مارک میلي» له «ABC» تلویزون سره په خپله مرکه کې ټینګار کړی وو، چې په افغانستان کې لا هم کار پاتې دی او بهرني پوځيان به دلته تر ډېره حضور ولري.

بل لور ته طالبانو تل د بهرنیو عسکرو وتل او د اشغال خاتمه خپله سره کرښه بللې، چې د نظریې له مخې یې، هيڅ ترې تېرېدونکي نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

قربان دشم طالبه که مذهبي غیرت وي او که افغاني پښتني غیرت دی ټول په تا کې لیدل کیږي ، الله پاک دې توفیق درکړي ! نالت په دالر خورو مذدورانو!

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ذبیح الله مجاهد ته.
د اعلامیه لاندینی کرښه کی د املا غلطی ده،
د ویاندوی په ځای د ویندوی لیکلی ده،
که پاچهی ونیسی سنبال به یی نه کړی،
که چیری مو پاچهی ونیوله منشی موپکار شو.سټی کنډو زدرانو کی زه یم،زه هم غواړم چه لږ څه نه څه پاچهی خوراکونه وکړم،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پتنګ صاحب ! ستاسی خبره سمه ده مګر طالبانو ته لمړی هدف د الله ج رضا او د مظلوم اولس وژنی ژغورنه ده او له هغه وروسته خپلواکی،امنیت او سوکالی ده