حکمتيار: د ولسمشريزو ټاکنو ۴۴ سلنه رايې جعلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار ويلي، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو ۴۴ سلنه جعلي دي.

ښاغلي حکمتيار نن په کابل ښار کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د ټاکنو په کميسيون کې اصلي جنجال د درې سوه زرو رايو په اړه دی، چې د اشرف غني په مشرۍ له «دولت جوړونکي» ټيم پرته نور ټول نوماندان يې جعلي بولي، خو د اشرف غني ډله يې اصلي بولي او په همدې کې خپله بریا لټوي.

د نوموړي په وينا د ټاکنو له پيلېدو يوه ورځ مخکې یا هم وروسته درې سوه زره رايې صندقونو ته اچول شوي دي، چې ټولې جعلي دي.

ګلبدین حکمتيار وړانديز کړی، چې د ټاکنيزو جرمونو او جعلي رايو کارولو لپاره دې يو با صلاحيته پلاوی وټاکل شي او د دې جرمونو عاملين باید سترې محکمې او څارنوالۍ ته معرفي شي.

د حزب اسلامي مشر وويل، د ټاکنو کميسيون ورسره ژمنه کړې وه، چې په دوو ورځو کې به د ټاکنو پايلې اعلان کړي، خو د څلوېښتو ورځو په تېرېدو هم کميسيون تر اوسه په خپله ژمنه عمل نه دی کړی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله هم په کابل کې يوې احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال ګواښ کړی و، که د رايو بيا شمېرل ونه درول شي، دوی د پایلو له منلو انکار وکړي او په هېواد کې د هر ډول ګډوډۍ او تاوتريخوالي پړه به د اشرف غني او د هغه د ډلې پر غاړه وي.

د يادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې د ټاکنو کميسيون د رايو بيا شمېرلو اعلان وکړ، خو درې نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل د رايو بيا شمېرلو سره مخالفت کړی او دا يې د اشرف غني په پلوۍ د ټاکنو کميسيون د غړو له لوري د تقلب او ټګۍ هڅه بللې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده ، يعنی ګلبدين دا فکر کاوه چی انتخابات به شفاف وی ؟
ګلبدينه ! نه يوازی داچی شغالګرو کفارو او د هغو غلامانو ته دی د تعظيم سر ټيټ کړ او تسليم شوی ، ډير احمق شوی هم يی .

محمدایمل
میلمه
محمدایمل

ګرانه حکمتیار صاحب مخکی له انتخاباتو یی هم ویلی وو چی ع او غ غواړی تقلب وکړی او اوس واضیحه شوه چی تقلب شوی . کوم سیاست چی حکمتیار صاحب وکړ همغه سیاست دروازه د مذکراتو له طالبانو سره خلاصه کړه .
اوس ددې وخت دی چی حزب او طالب لاس سره یو کړی ملک له بحران څخه وباسی ددی دو ډلو اختلاف د اسغالګرو او د اشغال د اردلیانو په نفع دی .

,mujahid
میلمه
,mujahid

حمیل صاحب، د اربکانو او داعشیانو قوماندان ته احمق ویل ګستاخی ده، د هغه پلویان ورته د دوه اشغالو مجاهد یا رهبر وایی مګر د دی ټولو سره سره یی حماقت په دی کی دی چه دومره هوښیار کس بیا د غلامی اداری په ټاکنو باندی شک کوی؟

په دموکراتیکو ټاکنو کی خو غلا ، دروغ او درغلی هنر او تقوی ده که یی څوک ترسره نه کړی ګناه کبیره یی کړی . نو دروند او مجاهد ورور له دی خبر نه دی او که خلک په اغفال کی اچوی