
محمد نبي د شل اوريزو سياليو په آلراونډر لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړ
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر لوبغاړی محمد نبي د شل اوريزو سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې د آلراونډرانو لوبغاړو په ليست کې لومړی مقام خپل کړ.
محمد نبي استراليايي ګلين ميکسويل ته په ماتې ورکولو په لومړي وار په نړيوالې درجې بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېد.
اوسمهال محمد نبي د ۳۳۹ پواينټونو سره لومړی او ګلين ميکسويل د ۳۳۳ پواينټونو سره دويم مقام کې ځای لري.
💥 Mohammad Nabi is the No.1 T20I all-rounder in the world 💥
Players from Scotland, Oman, Kenya, Ireland and UAE also take big strides after the #T20WorldCup Qualifier!
UPDATED @MRFWorldwide ICC T20I Player Rankings 👉 https://t.co/DX80kHAdvr pic.twitter.com/4Mv1z3x78w
— ICC (@ICC) November 11, 2019
بلخوا په توپ اچونه کې راشد خان خپل لومړی مقام ساتلی دی، مجيب الرحمن ۸م او محمد نبي ۱۳م نمبر دی.
په توپ وهنه کې حضرت ځاځی يو نمبر ښکته شوی، نوموړی اوسمهال په ۶م نمبر دی، د استراليا لوبډلې مشر آرون فينچ دويم مقام ته پورته شوی، او د پاکستان لوبډلې مشر بابر اعظم لومړی مقام لري.