خیبرپښتونخوا: د حکومت او ډاکټرانو جنجال او کار بنديز په مذاکراتو پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او نورو سيمو کې د ايالتي حکومت او ډاکټرانو ترمنځ روان جنجال په مذاکراتو پای ته ورسېد او له ۴۶ ورځو کاري بنديز وروسته ډاکټرانو بېرته خپل کارونه پيل کړل.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت ويلي، د اعلی وزير محمود خان په امر له ډاکټرانو سره مذاکرات بريالي شول او حکومت د ډاکټرانو د ستونزو د حل لپاره د ايالتي وزيرانو په شمول يو پلاوی ټاکلی دی.

په اعلاميه کې راغلي، د ايالتي حکومت پلاوی به د ډاکټرانو او طبي چارو د کارکوونکو نيوکې او اعتراضونه ارزوي او حکومت ته به يې په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر عالمګير رسنيو ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې له حکومت سره مذاکرات روان وو، چې بالاخره تېره ورځ بريالي پای ته ورسيدل.

د ډاکټر عالمګير په وينا حکومت د نوي طبي پلان په اړه ډاکټرانو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او اعتراضونه به يې حل کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د حکومت او ډاکټرانو ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د حکومتي چارواکو او ډاکټرانو ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۱۹ کال په سټمبر په مياشت کې د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت يو قانون تصویب کړ، چې د دولتي روغتونونو ځينې برخې به شخصي شي او ډاکټران به د تقاعد پر ځای د قرارداد پر اساس کار کوي، خو ډاکټرانو د حکومت دا ګام د طب، ناروغانو او ډاکټرانو پر ضد بللی و او د کاري بنديز سربېره يې د حکومت پر ضد له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې پيل کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د