د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د استخباراتو رییس کابل ته راغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر «سهیل محمود» او ددې هیواد د استخباراتو رییس « فیض حمید» په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلي.

د ملي امنیت شورا ویاند «کبیر حقمل» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې پاکستاني پلاوي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي.

حقمل زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو په عادي کېدو او په پېښور کې د افغان مارکېټ د ستونزو د حل لپاره د تخنیکې کمېټې په ګمارلو خبرې شوې.

که څه هم کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر اجنډا څرګنده نه ده؛ خو یاد چارواکي داسې مهال کابل ته ځي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني استخباراتو په اسلام اباد کې د ګډ حکومت استازی «عاطف مشعل» احضار کړی وو، چې په تعقیب یې د کابل حکومت توند غبرګون وښود او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي وو، چې پاکستان ددې ګام په اړه وپوښتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامی اداری په چیغو پغو، ګیلو او تاویلو خو به د پاکستان حکومت غوږ هم نه وی ګرولی . مګر د کابل غلامه اداره د امریکا فاحشه ده، لونډان په خپله فاحشه خامخا خوابدی کیږی او غبرګون ښیی . پاکستانی اکثریت لوړبوړی چارواکی هم د انګریرانو او امریکایانو غلامان دی، په نړی کی دری هیوادو فوڅ ته د امریکا له خوا د کال څو بیلونه ډالر بودیچه ځانګړی شوی یعنی فوځ یی د انګریزانو یا امریکایانو فوځ دی هغه هیوادونه مصر، اسرایییل او پاکستان دی د اسراییلو په اړه خو څه لیکلو ته اړه نشته مصر ته… نور لوستل »