ماته دروازه؛ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

ماته مې د زړه بيا دروازه شوله
پاته مې د ژوند ورستۍ کېسه شوله

ګرځم د بېلتون په سپېره دښته کې
ورکه له ما ستره قافله شوله

زۀ خو مې قسمت دلتۀ راوستی يم
نن چې مې دې لر کلي کې شپه شوله

نور نو د اجل تندې أخيستی يم
ؤ چه مو د بر کلي چينه شوله

نور مې له أغزيو تلې ډکې شوې
ډېره د منزل لاره اوږده شوله

ستوري، شهيدان دي لمره زر راشۀ
ډېره انتظار يې جنازه شوله

تورې ورېځې راغلې په اسمان باندې
ختمه د سپوږمۍ نن فاتحه شوله

دلته مينه وژني د نفرت بچي
دا څومره نادره فلسفه شوله

مات مې د قلم سرۀ غزل هم شو
سهوه کې ټپي رانه ټپه شوله

ښکاري (عرفاني) باندې څۀ چل شوی
نن ترې ګډه وډه ترانه شوله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د