شای هوپ د افغان لوبډلې وروستۍ هیله هم په اوبو لاهو کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې ویسټ انډيز افغانستان ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د ویسټ انډيز لوبډلې اوپنر لوبغاړي شای هوپ مسوولانه توپ وهنه ترسره کړه چې له پېله تر پایه ودرید، سلیزه یې ووهله او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.

په ننۍ لوبه کې کیرن پولارډ پچه وګټله خو راشد خان ته یې د توپ وهونې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې د جاوید احمدي پرځای ابراهیم ځدران ته چانس ورکړی و خو نوموړی له ۲ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

رحمت شاه او اکرام علیخېل هم ونه ځلیدل، خو اصغر ستانکزي او حضرت ځاځي ملګرتیا وکړه، ځاځی له نیمه سلیزې جوړولو سمدستي وروسته وسوځېد، خو محمد نبي د اصغر افغان سره په وروستیو کې په زړه پورې د «۱۲۷» منډو ملګرتیا وکړه او ویسټ انډيز ته یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۵۰ منډې هدف وټاکه.

ددوی لخوا حضرت ځاځي ۵۰، اصغر افغان ۸۶، نجیب ځدران ۳۰ او محمد نبي ۵۰ زیاتې منډې وکړې، د ویسټ انډيز لخوا کیمو پال ۳ او الزاري جوسپ ۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې مجیب الرحمن په لومړیو کې د ویسټ انډيز دوه مهم لوبغاړي په یوه اور کې وسوځول خو وروسته د شای هوپ او د برانډن کینګ لخوا ۶۴ منډې ملګرتیا وشوه چې فشار یې ښکته کړ، له دوی وروسته کیرن پولارډ ۳۲ چټکې منډې وکړې، مګر روستن چیس د شای هوپ سره یوځای ۷۱ منډې ملګرتیا وکړه او بریا یې خپله کړه.

شای هوپ په یاد سیریز کې تر ټولو زیاتې (۲۲۸) منډې جوړې کړې، نوموړی د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، دغه راز روستن چیس د «۱۴۵» منډو سربېره ۶ ویکټې هم واخیستې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان لخوا تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی اصغر افغان و چې «۱۲۴» منډې یې جوړې کړې، په توپ اچونه کې مجیب الرحمن تر ټولو غوره ثابت شو چې اقتصادي لوبه یې هم وکړه او ۵ ویکټې یې هم واخیستې.

د یو ورځنیو سیالیو په سیریز کې د افغان لوبډلې زیاته ستونزه په اوپنر توپ وهونکو او په یو او دوه منډو نه جوړولو کې ولیدل شوه، په لومړۍ مهمو دوه سیالیو کې جاوید احمدي او حضرت ځاځي بشپړ مسوولیت پر غاړه وانخیست او په غیز مسوولانه توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې.

په وروستۍ لوبه کې د ځاځي نیمه سلیزه هم د نوموړي په وړتیا ځکه دلالت نه کوي، چې ځاځي په ۵۹ توپونو کې ۴۵ توپونه میس کړل، دا د معنا شه چې ځاځی د یوې او دوه منډو جوړولو وړتیا نه لري، کوم چې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو مهم دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او یسټ انډيز لوبډلو ترمنځ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ هم پېل شي، له هغې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټيسټ لوبه ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د