نعت شريف؛ محمد خان محب

محمدخان محب

درود دي وی سلام دي په نام دمحمد ﷺ
مدام به یم غلام به يم غلام دمحمد

دژوند او زندګۍ ګلشن بې ټول عمر تازه وي
که چا کړ عملي هريو پيغام دمحمد

حرم دژوندانه کي دتوحيد ترنم خپور سو
نړۍ ته ښکلا راوړله اکرام دمحمد

ارواح به يي له فيض او برکته برخمن وي
ساتلی چي يی نوم دزړه په بام دمحمد

خمار سي قربانۍ ته اماده سي نذرانه سي
نوش کړی چي کوم چاوي دعشق جام دمحمد

صفا لکه هنداره هميشه به هغه زړه وي
منلي چي حکمونه وي تمام دمحمد

قربان دمحمد ترنامه زر ځلي قربان سم
ستاينه به محب کړم تل مدام دمحمد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د