ویسټ انډيزی لوبغاړی د لوبې پرمهال په توپ خرابولو لیدل شوی – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او یسټ انډيز لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډيز په بریا پای ته ورسیده چې د پنځوس اوریزو په لوبلړۍ کې یې په ۳-۰ افغانستان ته ماتې ورکړه.

راپورونه وایي چې د افغانستان او ویسټ انډيز تر منځ د دوشنبې په ورځ په دریمه سیالۍ کې د ویسټ انډيز لوبډلې چټک توپ وهونکي «نیکولس پورن» ذ ډګر ساتنې پرمهال په توپ خرابولو «بال ټمپرینګ» لیدل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې تازه خپره شوې ویدیو ښيي چې ویسټ انډيزی لوبغاړی د نوک په واسطه د توپ خرابولو کوښښ کوي. د توپ یوې څنډې خرابول توپ اچونکي سره د توپ په تاوولو کې مرسته کوي.

که چیرې ددغې ویدیو په اړه د کرېکټ نړیوالې شورا پلټنه پېل کړي، شونې ده ویسټ انډيزی لوبغاړی د جرمانې او یا هم بندیز سره مخ شي.

نیکولس پورن د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په درې لوبو کې ولوبېد چې په دویمه لوبه کې د نوموړي چټکې ۶۷ منډې یې د لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبولای و، نوموړی د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی هم نومول شوی و.

د یادونې ده چې د توپ خرابول د کرېکټ نړیوالې شورا په اصولو کې جرم ګڼل کیږي چې لوبغاړی د جرمانې سربېره د لوبو بندیز سره هم مخ کیدلا شي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د